منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل کې د يوه ورزشي جمنازیم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۶ کتنې

کلات (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): په زابل کې د يوه منظم ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې په درېيو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

په دغو مراسمو کې د زابل والي رحمت الله یارمل، د ولایتي شورا رييس حاجي عطاجان حقبیان، د کلات ښاروال انجینر صدرالدین زېور او د مدني ټولنو د استازو شتون درلود.

د زابل والي رحمت الله یارمل د یاد جمنازیم جوړښت د زابلي ورزشکارانو لپاره حیاتي وباله او د ورته نورو پروژو لپاره یې د کار کولو ژمنه هم وکړه.

د ولایتي شورا رييس حاجي عطاجان حقبیان هم د ورزشکارانو د ستونزو د يادونې تر څنګ د دغه جمنازیم پر جوړېدو خوښي وښوده او یاده پروژه یې خورا مهمه وبلله.

د کلات ښاروال زېور وايي چې دغه ورزشي جمنازیم د ښاروالۍ له لوري د ۳ میاشتو په موده کې د ۲۰ میليونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

د هغه په وينا، تر اوسه دلته ورزشکارانو د تمرين لپاره سم ځاى نه درلود او په دې سره به يې ستونزې هوارې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې