منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

الکوزى: د پاکستان او هند د سوداګريزو اړيکو له خرابېدو سره افغانستان زيان کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٨): د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو له پرې کېدو سره افغانستان اغېزمن کېږي.

وروسته له هغه چې هندوستان تر خپل واک لاندې کشمير کې ځيني بنديزونه ولګول او د کشمير کورني اختيارات يې له منځه يووړل، پاکستان يې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلى دى.

پاکستان پرون له هندوستان سره سفارتي اړيکې محدودې کړې، د هند سفير ته يې د وتلو امر کړی او له هندوستان سره يې ټولې سوداګريزې اړيکې پرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان او هند ترمنځ سوداګريزو اړيکو له خرابېدو سره افغانستان هم زيانمن کېږي.

هغه زياته کړه چې له دې سره د پاکستان د لاهور د واګې بندر د افغان سوداګرو پر وړاندې تړل شوى دى.

د الکوزي په وينا،  واګه بندر د افغانستان صادراتو لپاره ډېر مهم دى او افغان سوداګر کولى شي چې له ډېرې لنډې لارې هند ته خپل توکي ورسوي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال وايي چې هره ورځ د افغان سوداګرو شاوخوا لس کانټينر تازه مېوه او سبزيجات د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادرېږي چې اوس دا بند شوي دي.

ده زياته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ خونه دا موضوع د سوداګرۍ او صنايعو له وزارت سره شريکه کړې خو څو پورې چې د هند او پاکستان اړيکې ښې نه شي، افغانستان په دې برخه کې څه نه شي کولى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد