ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په برمل کې سرحدي ځواکونو ۸۰ کیلوګرامه چرس نیولي

د پکتیکا په برمل کې سرحدي ځواکونو ۸۰ کیلوګرامه چرس نیولي

author avatar
10 Aug 2019 - 15:30
د پکتیکا په برمل کې سرحدي ځواکونو ۸۰ کیلوګرامه چرس نیولي
author avatar
10 Aug 2019 - 15:30

ښرنه (پژواک، ۱۹ زمری ۹۸): په پکتیکا کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کي د سرحدي ځواکونو له لوري په يو موټر کې ۸۰ کيلوګرامه چرس او ۱۵۰۰ لېتره ډېزل ټېل چې پاکستان ته قاچاقېدل، نيولي دي.

د سرحدي ځواکونو د اتم کنډک ټولي قوماندان بريدمل رازمحمد طوفان د زمري په ۱۹مه پژواک ته وويل چي سهار يې د برمل ولسوالۍ په انګور اډه سیمه کې د تلاشۍ پر مهال په يو هېنو موټر ۷۰ کيلوګرامه چرس نيولي دي.

هغه زیاته کړه چي د یادو نشه يي توکو تر څنګ په ياد موټر کي ۱۵۰۰ لېنره ډېزل تېل چې په دوو ټانکیو کې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي وو هم ترلاسه کړي دي.

د دغه کنډک رييس ارکان ډګرمن بسم الله هم د يادو نشه يې توکو او تېلو نيولو د تایید تر څنګ پژواک ته وويل چي موټرچلوونکي دوه پېژند پاڼې لري چي يوه يې د افغانستان تذکره او بله د پاکستان شناختي کارت دی.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي چرس د خوست له ولايت څخه د پاکستان بنو سيمې ته وړل کېدل چي د سرحدي پوليسو له لوري د تلاشۍ پر مهال لاس په لاس ونيول شو.

د نوموړي په خبره چي سرحدي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي چي له پاکستان سره پر کرښه ټول باروړونکي موټر تلاشي کړي، څو د دې ډول قاچاق مخه ونيول شي.

له نیول شوو نشه يي توکو سره په تړاو نیول شوی موټرچلوونکی موسم خان نومېږي چي د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو پېژندپاڼې لري.

یادو موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې نشه يې توکي يې له خوست څخه بنو ته وړل او تېل يې ځکه پاکستان ته قاچاق کول چې دوی ته په تيټه بېه تمامېږي.

دغه راز هغه وايي چې د افغانستان تذکره په برمل ولسوالۍ کې يوه قومي مشر ورته جوړه کړې؛ ځکه چي د قبايلو ډېری خلک هم تذکرې او هم د پاکستان شناختي کارت لري او د دوی خلک د کرښي دواړو غاړو ته پراته دي.

د يادونې ده، پکتيکا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له شمالي وزیرستان سره پروت ولایت دی او په دغه ولایت کې له ډیورنډ کرښې سره دواړو خواوو ته پراته ډېری خلک په قاچاق بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.