ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په ګردېز کې پر کلدارو راکړه ورکړه بېرته ډېره شوې ده

خلک: په ګردېز کې پر کلدارو راکړه ورکړه بېرته ډېره شوې ده

author avatar
11 Aug 2019 - 10:24
خلک: په ګردېز کې پر کلدارو راکړه ورکړه بېرته ډېره شوې ده
author avatar
11 Aug 2019 - 10:24

ګردېز (پژواک، ۲۰ زمرى ٩٨): د پکتيا اوسېدونکي وايي چې ولايتي اداره په هغه اقدام کې پاتې راغلې چې ويلي يې وو، په ګردېز او ولسواليو کې به پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه بندوي.

دوی وايي له کمې مودې ځنډ او څار وروسته اوسمهال بېرته په ګردېز کې د کلدارې چلند ډېر شوى او سوداګريز بازار يې نيولی دی.

په دې اړه د ګردېز اوسېدونکي عبدالحميد حماس پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر افغانيو د توکو د پېر او پلور لپاره د کلدارو د مناسب معادل او کنټرول نه شتون د کلدارې د مخنيوي په برخه کې عمده خنډ دی.

نوموړي وويل: ((کلداره به هغه وخت بندېږي چې په افغانۍ نرخنامې جوړې شي او عملي شي.))

په ګردېز ښار کې يوخ موچي سيدا خان وايي. ځيني وخت د افغانيو ميده پيسو کمېدل هم ستونزه رامنځته کوي او له خلکو سره لا هم د افغانۍ په نسبت کلدارې ډېرې دي.

خان وويل چې کلداره تر اوسه هېڅکله په پوره ډول نه ده بنده شوې او لا يې هم خلک کاروي.

دغه راز په ګردېز ښار کې د تخنيکي وسايلو يوه هټۍ وال عبدالرحيم ټولې مسوولې ادارې د کلدارو په بندولو کې پاتې بولي.

هغه وايي: ((ځيني دوکانداران يې که وانه خلي، نور ټول يې اخلي، کلدارې نه دي بندې شوې، والي صېب په دغه کار کې ناکام پاتې شوی دی.))

همدارنګه د خوراکي توکو د يوه پلورنځي مسوول بهايي جان نايبزی وايي چې د کلدارو د مخنيوي چاره تر پخوا ډېره پيکه او چارې يې سـستې شوې دي.

نايبزي پژواک ته وويل چې پر کلدارو د راکړې ورکړې د مخنيوي لپاره بايد پکتيا ته د ور وړل کېدونکو ټولو توکو نرخونه دې له داخلېدو وړاندې تعيین او بيا بازار ته وړاندې شي.

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازی نه مني چې ګواکې د کلدارو چلند دې زيات شوی وي او زياتوي چې اوس هم په ګردېز کې زياته راکړه ورکړه پر افغانيو کېږي.

کټوازی وايي چې افغانۍ ملي ارزښت دی او پر ولايتي ادارې سربېره يې بايد ولايتي شورا، مدني ټولنې او خلک په دودولو کې خپل مسووليت ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.