کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۹۸): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې ٢١ کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو د کنټرول رييس شاه ولي معروفي د زمري په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له عرفې ورځې تر پرون مازيګره ۲۱ کسانو د کانګو ناروغۍ له امله روغتونونو ته مراجعه کړې چې درې ماشومان هم په کې شامل دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په يادو کسانو ١٥ يې د کابل او شپږ يې د هرات ولايت اوسېدونکي دي.
د نوموړي په وينا، د روان ميلادي کال له پيله په ټول هېواد کې ٢٩٩ تنه د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي چې ٣٢ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
معروفي زياتوي چې په تېرو کلونو کې له هرو سلو هغو کسانو څخه چې له څاريو سره يې سر وکار درلود، ٢٥ يې پر دې ناروغۍ اخته کېدل، خو سږکال دغه کچه ١٢ ته راټېټه شوې ده.
دى زياتوي چې د عامې روغتيا وزارت په ۳۴ ولايتونو کې د کانګو ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره مرکزونه جوړ کړي،نو ځکه يې د ناروغانو کچه هم راټېټه شوې ده.
همدارنګه په کابل کې د صحت طفل (اندراګاندي) روغتون رييس نورالحق يوسفزي پژواک ته وويل چې تېره شپه د کانګو پر ناروغۍ اخته درې ماشومان دوی ته راوړل شوي چې له لومړنيو معايناتو وروسته انتاني روغتون ته لېږل شوي دي.
د يادونې ده چې د کانګو ناروغي د څاريو له لارې د کنې په وسيله انسان ته انتقاليږي چې تبه، سر درد، د ستوني درد او خپګان يې ښکاره نښې بلل کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










