خوست ښار (پژواک، ۱۲ وږی ۹۸): په خوست ولايت کې د «اتل جام» په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې دي.
د واليبال دغه سيالۍ چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې په چوکاټ کې پيل شوې، د امنيې قوماندانۍ، ملي اردو، ملي امنيت او سرحدي پوليسو په ګډون د واليبال اته لوبډلې برخه لري.
د دغو سياليو موخه د نظامي ادارو او عامو خلکو ترمنځ د واټن له منځه وړل او له امنيتي ځواکونو ملاتړ ښودل شوی.
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ د دې سياليو په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيالۍ چې دوه ورځې دوام کوي، په ترڅ کې به يې د نظاميانو او عامو خلکو ترمنځ د واليبال دوستانه لوبې ترسره شي.
دی وايي: ((دا وطن زموږ ګډ کور دی، دې ته به په ګډه خدمت کوو، ملي امنيتي ځواکونه دا زموږ خپل ځواکونه دي، همدغه ځوانان به انشاالله د امنيتي ځواکونو په منځ کې ننوځي او خپل هېواد ته به خدمت کوي.))
ورته مهال په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ شايسته پلې لوا يوه افسر پژواک اژانس ته وويل چې دا ډول پروګرامونه د دوی پر مورال او روحيه مثبته اغېزه کوي او همدا ډول خلک له حکومت سره همکارۍ ته هڅوي.
جنرال ميرزا وطن جار وویل: ((دا به دنيا ته معلومه شي، هغه سرتېري چې په سنګرونو کې او په غرو کې شپې سبا کوي او ستاسو امنيت ساتي، بلکې ستاسې د هرې خوشحالۍ لپاره تيار دي، لکه څنګه چې تاسې وليدل، دوی په ورزشي او نورو کارونو کې له ملکياتو سره د ورورۍ په فضا کې ګډون کوي.))
بلخوا عام ورزشکاران هم د دې ډول سياليو پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې په دې سره به د ولس هغه باور پر حکومت په ځانګړي ډول چې پر نظامي ارګانونو يې لري، نور هم زيات شي.
د واليبال يوه لوبغاړي بشیراحمد پژواک خبرى اژانس ته وويل: ((دا سيالۍ د دې لپاره جوړې شوې دي چې د عامو خلکو له حکومت سره مينه پيدا شي او ملاتړ ترې وکړي او همدا ډول د ملي امنيتي ځواکونو سرتېري خپل وروڼه وګڼي.))
د واليبال دغه سيالۍ چې د خوست امنيې قوماندانۍ ته څېرمه په يوه تفريحي پارک جوړې شوې، ليدو ته يې د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو سلګونه کسان راځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










