منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پوليسو په کابل کې قهرجن لاريونوال خواره واره کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

 

درېيم تعقيب- کابل (پژواک، ١٢وږی ۹۸): پوليسو په کابل کې د تېرې شپې له بريد وروسته په سيمه کې د پيل شوي لاريون غوسه شوي لاريونوال خواره واره کړل او دا مهال په سيمه کې د لګېدلي اور په مړه کولو بوخت دي.

طالبانو تېره شپه د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د څرخي پله پر سړک پر "ګرين ويليج" کمپ د تراکتوربم په وسیله بريد وکړ.

په یاد کمپ کې تر ډېره بهرنیان اوسېږي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې ١٦ کسان وژل شوي او ١١٩ نور ټپيان دي چې ډېر يې ملکي وګړي دي.

سرچينې په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي، ويلي يې دي چې له کمپ څخه ٤٠٠ بهرنيان خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

نن سهار د يادې (قابلباى) سيمې سلګونو اوسېدونکو په دې سيمه کې لاريون پيل کړ.

لاريون کوونکي وايي چې د ګرين ويلېج کمپ دې له دې سيمې ولېږدول شي.

لاريونوالو پر سړک ټايرونو ته اور ورته کړ، ځينې يې ياد کمپ ته هم ننوتل او د عيني شاهدانو په وينا هلته يې هم ځينو موټرو او کانټينرونو ته اور ورکړی دی.

يو عيني شاهد وايي، ده وليدل چې په کمپ کې دننه تر ٤٥ ډېر موټر سوځېدلي او پر ځينو يې اوس (له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې) هم اور بلېږي.

له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د لاريون په سيمه کې وروسته له هغه د ډزو غږونه واورېدل شول، چې لاريون کوونکو پر پوليسو او اطفايې پر موټر د کاڼو ګوزارونه وکړل.

عيني شاهدان وايي چې ډزو په وقفه يي ډول تر نيم ساعت زيات دوام وکړ او وروسته درې ټپي شوي ملکي وګړي له سيمې روغتون ته ولېږدول شول.

خو وروسته پوليسو لاريون کوونکي خواره واره کړل او دا مهال اطفايه په سيمه کې د لګول شوي اور پر مړه کولو بوخت ده.

د بريد له امله د ډېرو کورونو ښيښې هم ماتې شوې او ځينو نور زيان هم ليدلى دى.

د بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخیستى، ويلي يې دي چې وسله وال يې ياد کمپ ته ننوتلي وو او بهرنيانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه