کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٨) : دافغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره خپله لومړۍ بريا ترلاسه کړه.
دا پنځوس اووريزې سيالۍ نن په سريلانکا کې پيل شوې، چې په کې داسيا داتو هېوادونو، افغانستان، پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګله دېش، نيپال، کويټ او متحده عربي اماراتو لوبډلو برخه اخيستې ده.
افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه پاکستان سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړى يې افغانستان ته دتوپوهنې بلنه ورکړه.
د هېواد د ١٩ کلنو لوبډلې په ٤٦ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٢ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ١٦٣ منډو هدف ورکړ.
دافغانستان له لوري، صديق الله اتل ٢٩، رحمان الله ٢٧، رحان زاخېل ١٩ او جمشېدخان ١٧ د پام وړ منډې جوړې کړې.
دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د پاکستان ټوله لوبډله په شلم اوور کې په ٧٨ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٨٥ منډو په توپير سره وګټله.
دافغانستان له لوري شفيق الله غفاري ٣، فضل حق، عابدالله تڼيوال او نور احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول، غفاري د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
login or register a new account.