کلات (پژوک،١٤ وږى ٩٨): د زابل په مرکز کلات کې د سولې په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د هلمند د لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ اته ورځې وړاندې په کلات ښار کې پیل شوې وې چې په کې د زابل تر څنګ له هرات، هلمند، اروزګان، غزني، پکتیکا او کندهار ولایتونو د کرکټ ولایتي لوبډلو برخه اخیستې وه
د دغه ولایت د کرکټ بورډ امر محبوب محبت له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې یادې سیالۍ د دوی د ادارې په نوښت او مدیریت جوړې شوې وې چې مالي لګښت یې د زابل مدني ټولنې له خوا ورکول کېده.
نوموړي زياته کړه، تېر مازدیګر پایلوبه د پکتیکا او هلمند ولایتونو ترمنځ وشوه چې هلمند په کې اتلولي ترلاسه کړه
محبوب محبت وايي، د دې شل اوریزو سیالیو لیدو ته هره ورځ سلګونه مینه وال ورتلل.
د دغه ټورنمنټ یو شمېر لوبغاړي وايي چې دا ډول سیالۍ که له یوې خوا د ورزش د ودې لامل کېږي له بل لوري د ځوانانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا سبب هم کېږي.
منیراحمد او فیصل د هلمند او پکتیکا څو لوبغاړو د زابل د خلکو له مېلمه پالنې هم خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې دوی هم د نورو هېوادوالو په څېر د سولې تږي دي او په دې لاره کې د هر اقدام ملاتړ کوي.
د زابل یو اوسېدونکی عبدالقیوم وايي چې هر کال په زابل کې ولایتي سیالۍ جوړېږي چې په دغه ولایت کي يې د ورزش په ځانګړې توګه د کرکټ پر وده ښه اغېز کړی دی.
نوموړي وویل، دا سیالۍ د ځوانانو او مینه والو لپاره سالم مصروفیت دی چې د جګړو او نشه یی توکو د استعمال د کمښت په برخه کې ښه اغېز لري.
په زابل کې په داسي حال کې د کرکټ ولایتي سیالۍ ترسره شوې چې دا مهال په دغه ولایت کې د کرکټ د یو معیاري لوبغالي د جوړېدو کار هم روان دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










