جلال اباد (پژواک، ٢٠ وږی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د يو ډاکتر وژل کېدو په غبرګون خصوصي روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
دوی وايي، امنيتي ګواښونه ورته زيات شوي، هره ورځ روغتيايي کارمندان ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې تښتول کېږي او حتی د مرګ تر بريده رسېږي.
تر ټولو وروستۍ پېښه د تېرې سه شنبې په شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند په انګور باغ سيمه کې د ډاکټر نوروز شينواري په نوم د هډوکو د يوه مشهور ډاکټر پر موټر د نښلول شوي ماين چاودنه وه چې هغه په کې ووژل شو او دوه لارويان ټپيان شول.
له دې پېښې وروسته له پرون راهيسې د جلال اباد ښار روغتيايي کارکوونکو خپل روغتيايي مرکزونه تړلي او د دوی پر وړاندې د پرتو امنيتي ننګونو د مخنيوي غوښتنه کوي.
بلخوا عام خلک وايي، د روغتيايي مرکزونو تړل کېدو ورته ستونزې جوړې کړې او ډېر ناروغان له تېرو دوو ورځو راهيسې ډاکټرانو ته په تمه دي خو درملنه يې نه کېږي.
د ننګرهار د روغتيايي خدماتو او درمل پلورونکو اتحاديې مشر ډاکتر نجيب الله صاحبزاده د وږي په ٢٠مه پژواک اژانس دوی له پرون راهیسې د ډاکټر نوروز شينواري د وژل کېدو په غبرګون کاربنديز کړی دی.
هغه وايي، تر هغه به روغتيايي مرکزونه تړلي وي، څو د دوی د امنيت خوندي کېدو ډاډ نه وي ورکړل شوی.
د ده په وينا، هره ورځ ډاکټران او د روغتيا برخې نور کارکوونکي ګواښل کېږي، پيسې ترې غوښتل کېږي، د کورنۍ غړي او خپله ډاکتران تښتول کېږي، معاينه خانې او درملتونونه يې پر بمونو الوځول کېږي او حتی د وژل کېدو پېښې هم رامنځته شوې دي.
محمد شعيب د جلال اباد په ښار کې درملتون لري؛ دی وايي، په ځلونو يې خپل غږ تر ولايتي ادارې او امنيتي چارواکو رسولی خو چا يې غږ نه دی اورېدلی او ستونزه يې نه ده حل شوې.
عام خلک وايي، له پرون راهيسې ناروغان په سخت تکليف کې دي او له ولسواليو راغلي ناروغان د ډاکترانو په تمه دي خو ډاکتران خپلو کتنځايونو ته نه حاضرېږي.
وجيه الله د دره نور له ولسوالۍ خپله ناروغه مور جلال اباد ښار ته د درملنې په موخه راوستلې ده.
دی وايي، پرون راغلی او تر ننه انتظار کوي چې کوم ډاکټر راشي او د دوی درملنه وکړي.
غلام قادر د سره رود له ولسوالۍ د جلال اباد ښار ملنګ جان واټ سيمه کې د معدې د يو ډاکټر د کتنځای مخې ته ناست و.
دی وايي، د معدې ناروغي لري او له همدې ډاکتر پرته يې د بل ډاکتر درملنه په درد نه دوا کېږي، خو خصوصي کتنځايونه بند دي او ناروغان ډېر په تکليف کې دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل پژواک ته وويل، په دغه کاربنديز کې دولتي روغتيايي مراکز شامل نه دي او ناروغ لرونکي کولی شي خپل ناروغان دولتي مراکزو ته د درملنې په موخه انتقال کړي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی بيا وايي، کاربنديز د حل لاره نه ده، بلکې پلان او خبرې اترې کولی شي چې دا ډول ستونزې حل کړي.
هغه وويل، نن د ورځې په پای کې له روغتيايي کارکوونکو سره والي شاه محمود مياخېل غونډه لري او دا ټولې ستونزې په کې څېړل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










