کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د سنېکسر سپورټس په نوم یوه هندي شرکت د افغان غوره ليګ په تړاو د افغانستان کرکټ بورډ تورونه رد کړي دي.
د افغانستان کرکټ غوره ليګ ٢٠ اوريزې سيالۍ تېر کال د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې. د دې سياليو ترسره کولو قرارداد د سنېکسر سپورټس په نامه له یوه هندي شرکت سره شوى و.
خو د افغانستان کرکټ بورډ دوه ورځې مخکې د يوې خبرپاڼې له لارې د دغه ليګ لغوه کولو او په هغه ې د فساد قضيه څارنوالۍ ته د استولو اعلان وکړ.
د کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له سنکسر کمپنۍ سره ياد قرارداد د تېر کال د کلني فيس د نه ورکړې او د ليګ چارو په روڼتيا کې د شته اندېښنو له امله فسخ شوى دى.
سرچينې زياته کړې، د قرارداد پر بنسټ ټاکل شوې وه چې سنېکسر سپورټس به د افغانستان کرکټ بورډ ته د ليګ د لومړي پړاو ټول فيس د ليګ له پای ته رسېدو ۱۵ ورځې وروسته ورکوي چې د نهو میاشتو په تېرېدو سره يې بيا هم نه دی ورکړى.
کرکټ بورډ وايي، له یادې کمپنۍ سره د قرارداد د فسخې شرایطو پر بنسټ، بورډ دا حق لري چې د پورته سرغړونو له امله قرارداد فسخ اعلان کړي.
خو د هندي شرکت له خوا د وږي په ٢٣مه په خپل فېسبوک کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کرکټ بورډ له خوا لګول شوي یاد تورونه رد کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ له خوا له قرارداده هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوې، د افغان غوره ليګ له ټولو چارو څخه د کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) خبره ده.))
هندي شرکت ويلي چې دوى د افغانستان غوره ليګ د بريا لپاره هڅې کړې دي او په راتلونکي کې به يې هم کوي.
سرچينې د افغانستان کرکټ بورډ دا ډول تورونه غندلي دي.
څه موده مخکې پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي وو چې د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته د غوره ليګ سياليو د فساد د لسو مواردو په اړه يوه مکتوب لېږلى و.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي او د روڼتیا په ډګر کې ځان د خپلو هېوادوالو پوښتنو ته ځواب ویونکی بولي.
login or register a new account.