جلال اباد (پژواک، ۱ تله ۹۸): د ننګرهار ولایت په حوزوي او پښتورګو دولتي روغتونونو کې د ١٤ ميليونو افغانيو په لګښت دوه انتظار خونې تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه انتظار خونې د واحد عملياتي ملي ادارې له لوري د بنایي تصدۍ په تخنیکي همکارۍ جوړ او د تلې په لومړۍ نېټه پرانېستل شوې.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادو انتظار خونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، په دغه ولایت کې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لوري د بنایي تصدۍ په تخنیکي همکارۍ د اته انتظار خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
هغه وايي چې د څوارلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت نن د پښتورګو په ملي او حوزوي روغتونونو کې دوه انتظار خونې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
هغه زیاته کړه، یادې انتظارخونې هر یوه په ۳۵۰ متره مربع مساحت ځمکه کې د شاوخوا ۴ میاشتو په موده کې جوړې شوي، چې هره یوه یې په یو وخت کې د ۲۵۰ تنه نارینه او دوه سوه پنځوس ښځینه پایوزانو د ځایېدو ظرفیت لري .
د ننګرهار والي په وینا، په دغه ولایت کې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لوري ۱۷ پروژې پیل شوي چې په کې زر بستریز روغتون، ټولنیز مرکز، یو لوی جومات، د نجونو لیلیه، پاچا خان مزار، شاهي ماڼۍ او یو شمېر نورې شاملې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










