ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ولسمشريزو ټاکنو کې د ښځو پراخه ګډون دا پروسه بريالۍ کوي

په ولسمشريزو ټاکنو کې د ښځو پراخه ګډون دا پروسه بريالۍ کوي

author avatar
23 Sep 2019 - 16:46
په ولسمشريزو ټاکنو کې د ښځو پراخه ګډون دا پروسه بريالۍ کوي
author avatar
23 Sep 2019 - 16:46

مزارشريف ( پژواک، ۱تله ۱۳۹۸) : د بلخ ولايت لسګونه مېرمنو مزارشريف کې د ټاکنو اړوند عامه پوهاوي يوه پروګرام کې وويل چې افغان مېرمنې بايد د خپل موجوديت ثابتولو په موخه په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

دغه غونډه د تلې په لومړۍ نېټه د بلخ ښځو چارو رياست په همغږۍ جوړه شوې وه.

د بلخ د ښځو چارو رييسې مېرمن شهلا حديد پژواک ته وويل چې د دغه پروګرام له لارې غواړي، مېرمنې وهڅوي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي.

د هغې په خبره، د ښځو له مشارکت پرته به ټاکنې نيمګړې او له بشپړ مشروعيت څخه برخمنې نه وي.

مېرمن حديد همدا راز وويل، ټاکنو کې د مېرمنو د پراخ ګډون په تړاو د عامه پوهاوي دغه پروګرام کې همدا راز ګډون کوونکې مېرمنې تشويق شوې، چې په خپل کور، کوڅه او ناحيه کې نورې مېرمنې هم ټاکنو کې ګډون کولو ته وهڅوي.

مزارشريف کې د ښځو د حقونو يوې فعالې تبسم عزيزي پژواک ته وويل چې مېرمنې هم د نارينه وو په څېر حق لري، چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

هغې وويل، ناسم امنيتي وضعيت يې په سيمه کې د انتخاباتو پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه ده او غوښتنه يې وکړه چې حکومت او امنيتي ځواکونه دې دغې برخې ته پاملرنه وکړي.

د مېرمن عزيزي په خبره، ټول کانديدان، مدني ټولنې، ټاکنو کمېسيون او حکومت بايد هڅه وکړي، چې د ټاکنو پر مهال هېڅ ډول ګډوډي رامنځته نه شي.

هغې له ټولو انتخاباتي ټکټونو څخه غوښتنه وکړه چې له هر ډول درغليو څخه ډډه وکړي او همدا راز د ټاکنو پايلې ومني.

مدني فعاله فاطمه اميري هم وايي چې مېرمنې بايد په ټولنه کې د خپل موجوديت ثابتولو په موخه په ټاکنو کې پراخ حضور ولري.

د هغې په وينا، په ځينو کورنيو کې مېرمنې مجبورېږي چې د کورنيو د نورو غړو د سياسي او قومي علايقو پر اساس رايه ورکړي.

اميري زياتوي، له يادې ستونزې سره د مبارزې په خاطر اړتيا ده څو د ښځو د حقونو فعالانې او ټولنې د عامه پوهاوي لپاره کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.