منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ووژل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢ تله ٩٨) : په پکتيکا ولايت کې د نښتو او هوايي بريدونو له امله د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي د تلې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مټاخان ولسوالۍ د کرمو پر پوسته ډله ييز بريد کړى و.

هغه زياته کړه، دغه بريد د امنيتي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شو او وروسته هوايي بريد هم ترسره شوچې په پايله کې يې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

نيازى وايي، په دې جګړه کې د مټاخان ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو قوماندان هاشم هم وژل شوی او د هغه يو ساتونکی ټپي دی.
د مټاخان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد نور هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د هغه په وينا، د پنځو وسله وال جسدونه يې هم ليدلي دي.

وسله والو والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized