ژبه

«د سکوت په دوره کې له کمپاین کوونکي نوماند سره به قانوني چلند وشي»

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ۹۴ شکایتونو ته د رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل، له هر هغه نوماند سره به قانوني چلند وشي چې د سکوت په دوره کې کمپاین وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د تېرې شپې تر ۱۲ بجو یعنې د ټاکنو له ورځې (د تلې ۶مه) ۴۸ ساعته مخکې پای ته ورسېدې.

د ټاکنو له مهالوېش سره سم ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر سید قطب رویداد نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د ټاکنیزو سیالیو په اړه ۹۴ شکایتونه ثبت شوي او ټولو ته رسېدنه شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((د ټاکنیزو سیالیو پر مهال بېلابېل شکایتونه چې له دولتي امکاناتو استفاده، په ټاکنیزو کمپاینونو کې د دولتي چارواکو ګډون، سپکاوی او تور لګول هم په کې شامل دي، ثبت شوي دي.))

نوموړي وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټولو شکایتونو ته رسېدنه شوې او عاملینو ته یې اخطار ورکړ شوی او ان جریمه شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي یادې ناستې ته د خبرو پر مهال سکوت دورې ته په اشاره وویل، د قانون له مخې د ټاکنیزو کمپاینونو دوره پای ته رسېدلې او هر نوماند چې په دې دوره کې کمپاین وکړي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.

هغه وویل، دغه کمېسیون د سکوت په دوره کې د هر ډول شکایتونو او ټاکنیزو اعتراضونو د ترلاسه کولو او ټاکنیزو جرمونو د پېژندلو لپاره بشپړ تیاری لري.

نوموړی وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غوره نظارت او د رایې ورکونې په هر مرکز کې رایې ورکوونکو ته د اسانتیاوو په موخه په هر مرکز کې د شکایت او اعتراض د ثبت په موخه یو کس ګومارلی دی.

الیاسي دې ته په اشاره چې د ولسمشرۍ ټاکنو له درغلي کوونکو سره جدي قانوني چلند کېږي، وویل: «هغه کسان چې د ټاکنو په ورځ ونه شي کولای شکایت ثبت کړي، د قانون له مخې له ټاکنو ۴۸ ساعته وروسته هم کولا شي خپل شکایتونه ثبت کړي.»

نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو شکایاتو ته د رسېدو لپاره بشپړ تیاری لري او ژمنه کوي چې د ګټورو پروګرامونو په عملي کېدو به حق حقدار ته وسپاري او ټاکنیز عدالت به وساتي.