منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۵ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د برېښنا کمښت او نورو ستونزو په کندهار کې د صنعت د ودې مخه نیولې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۷۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د کندهار صنعتکاران د برېښنا د کمښت، ناامنۍ، په صنعتي پارک کې د خدماتو او د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د صنعت پر ودې یې ناسم اغېز کړی.

دغه څرګندونې د کندهار د صنعتکارانو ټولنې مشر فیض الحق مشکاني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

مُشکاني وویل، د صنعتکارانو تر ټولو عمده ستونزه د برېښنا کمښت ده چې له یوې خوا یې له امله لسګونه فابریکې تړلې پاتې دي او لسګونه نورې چې فعالې دي، فعالیت یې نیمګړی دی.

هغه زیاته کړه، د کندهار صنعتي پارک ته د ډېزلي جنراتورونو پر مټ ۱۰ مېګاواټه برېښنا ورکړل شوې ده؛ چارواکو ژمنه کړې وه چې دغه برېښنا به تر هغه ورکول کېږي چې د صنعتي پارک لپاره سولري او یا وارداتي برېښنا چمتو کېږي.

دی وايي، همدا اوس د صنعتي پارک لپاره د جنراتورونو تېل خلاص شوي او مرکزي اداره وايي چې ۱۵۰زره لېتره تېلو قرارداد یې کړی، خو لا کندهار ته ور رسېدلي نه دي.

خو د ده په خبره، شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې د دې برېښنا کچه اوس له ۱۰ څخه ۶ مېګاواټو ته راټيټه شوې چې په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه سولري برېښنا په اړه مشکاني وویل، له بده مرغه دغه برېښنا د کجکي په برېښنا پورې تړلې ده او په مستقله توګه ګټه نه شي ورڅخه اخیستل کېدای.

دی وايي، دغه پروژه په ډېره لوړه کچه پرانیستل شوه خو له بده مرغه هغه الې چې له سولر څخه په مستقله توګه ګټه اخیستنه ممکنه کوي، نصب شوې نه دي.

د ده په خبره، له همدې امله کله ناکله د برېښنا جریان له ډېرېدو او کمېدو او یا هم تګ او راتګ له امله ماشنیري زیان ویني.

مشکاني زیاتوي، په ټوله کې په صنعتي پارک کې ۷۴۶ فابریکو ته ځمکې ورکړل شوې چې ۳۵۰ فابریکې اوس موجودې دي خو د برېښنا د کمښت ستونزې له امله بیا یواځې ۸۰ فابریکې د ورځې او ۸۰ فابریکې د شپې له مخې فعالیت کوي.

مشکاني د ځینو نورو ستونزو یادونه هم کوي او وايي، د کندهار صنعتي پارک ټوله ځمکه شاوخوا پنځه زره جریبه ده چې له ۵ تر ۶ سوه جریبه یې غصب شوې ده.

د ده په خبره، ډېره ځمکه کوچیانو لاندې کړې او د صنعتي پارک د فابریکو په منځ کې د کوچیانو شتون د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ جوړ کړی.

دی غوښتنه کوي چې ولایتي اداره دې دغه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړي څو صنعتکاران په کې فابریکې ودانې کړی.

نوموړي د یو شمېر نورو ستونزو یادونه هم وکړه چې دغلته یې صنعت له ګواښ سره مخ کړی دی.

ده وویل، له صنعتکارانو د ځمکې بیه اخیستل شوې، د خدماتو او مالیې پیسې ورڅخه اخیستل شوي خو په بدل کې يې په صنعتي پارک کې هیڅ راز خدمات نه دي وړاندې شوي.

نوموړی وايي، ښاروالۍ دې د صنعتي پارک سړکونه او پلونه جوړ کړي، څو په راتلونکي کې د نورو زیانونو مخنیوی وشي.

دغه راز نوموړي په صنعتي پارک کې د اطفایې او روغتیايي مرکز د نشتوالي یادونه هم وکړه چې جوړېدل یې ډېر اړین دي.

ده وویل، موده مخکې د صنعتي پارک په ۵ فابریکو کې اور ولګېد، دا چې اطفایه ۱۵ کیلومتره لیرې په ښار کې ده، د اور لګېدنې پر مهال په وخت و نه رسېده چې د فابریکو مشینرۍ د اور خوراک شوې.

دی غوښتنه کوي چې د اطفایې یوه څانګه دې په صنعتي پارک کې جوړه شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ډېر مهال کارګر د مشینرۍ کارولو پر مهال ټپیانېږي چې د درملنې لپاره یې دلته هېڅ روغتیايي مرکز نشته.

نوموړی د ناامنۍ یادونه هم کوي او وايي، په دې وروستیو کې ان وسله وال کسان فابریکو ته اوښتي او یو شمېر وسایط یې بيولي، په داسې حال کې چې پخوا دغسې کومه پېښه نه ده شوې.

دی غوښتنه کوي چې د پانګه والو او د هغوی د پانګې امنیت باید خوندي شي.

د دې تر څنګ دی وايي، د کندهار صنعتي پارک د فابریکو توليدانو ته د بازارموندنې په برخه کې هم ډېر کار ته اړتیا ده او په دې برخه کې ولایتي اداره ډېره مرسته کولای شي څو لومړی دولتي ادارې وهڅوي چې د بهرنیو هغو پر ځای کورني تولیدات وکاروي.

نوموړی زیاتوي، تر دې مهاله پانګه والو د لسګونو فابریکو په پرانیستلو شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده او دوی هیله مند دي چې د برېښنا او نورو ستونزو له حل سره به نورې فابریکې هم فعالې شي.

دی وايي، حکومت باید د صنعتکارانو دغو ستونزو ته پام وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي، په دې توګه به صنعتکاران وتوانېږي ښه تولید ولري چې هم یې کیفیت د بهرنیو هغو په پرتله ښه وي او هم یې بیه.

دی وايي، په کندهار کې په لسګونه فعالې فابريکې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، لوښي، بېلابېل خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد