ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه افغان او یوه امریکايي بامیان کې د منډې سیالیو اتلولي خپله کړه

یوه افغان او یوه امریکايي بامیان کې د منډې سیالیو اتلولي خپله کړه

author avatar
12 Oct 2019 - 16:18
یوه افغان او یوه امریکايي بامیان کې د منډې سیالیو اتلولي خپله کړه
author avatar
12 Oct 2019 - 16:18

 

بامیان (پژواک، ۲۰ تله ۹۸): د ماراتن د منډې نړیوالو سیالیو په پنځم پړاو کې چې د ۱۱ هېوادونو ۳۰ لوبغاړو او د افغانستان د ځینو ولایتونو ۶۲۰ لوبغاړو په کې ګډون درلود، د بامیان په بند امیر پاکر کې ترسره شوې، یو افغان او یو امریکايي وکړای شول د دې لوبې لومړی مقام ترلاسه کړي.

د بامیان د سیمه ییزو مسوولینو په خبره چې په دې لوبه کې ۶۵۰ لوبغاړي د ۴۲ کیلومتره واټن په وهلو سره له یو بل سره سیالۍ ترسره کړه.

په افغانستان کې د ماراتن لوبډلمشر او د دې سیالیو ترسره کوونکي ګل حسین بای زاده پژواک خبري اژان ته وویل، دغه سیالۍ چې تېره ورځ د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ بندامیر ته څېرمه ترسره شوې، د دې برخې ۶۲۰ لوبغاړو له افغانستان او ۳۰ نورو له امریکا، انګلیستان، المان، کاناډا، استرالیا، فرانسې، ایټالیا، چکسلواکیا، چین او هندوستان څخه ګډون کړی و.

د دغه پروګرام د یوه سمبالوونکي ګل حسین بای زاده د معلوماتو پر اساس، دا لوبې په دوو برخو او دوو فاصلو کې ترسره شوې.

د سرچینې په وینا، په دې سیالیو کې د افغانستان د کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او بامیان ولایتونو  لوبغاړو ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه، دا لوبې چې په دوو برخو ۱۰ او ۴۲ کیلومتري واټن کې ترسره شوې، شاوخوا ۳۵۰ کډون کوونکي یې نجونې او پاتې نور یې نارینه وو.

هغه زیاته کړه چې د نرانو له ډلې نبي حسیني، کریم یاقوت او جاوېد حسیني افغان لوبغاړو په ترتیب له لومړۍ تر درېیمې درجې او د ښځو له ډلې ربیکا له امریکا، مریم او بېګم له افغانستانه په ترتیب له لومړۍ تر درېیمې درجې وګټلې.

دې ورزشي سرچینې همدارنګه وویل چې د دې لوبو له ترسره کولو موخه په هېواد کې  ورزش پیاوړی کول، د افغان ځوانانو ترمنځ د زړه خواله او د خلکو له خوا د یوبل منل دودول دي.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر په بامیانو ولایت کې د دې لوبو پر لاره اچول وستایل او پژواک ته وویل، د دې ډول لوبو په لاره اچول د دې ترڅنګ چې د لوبغاړو د هڅونې سبب کېږي، په دغه ولایت کې د سېلانیانو زیاتولو په برخه کې هم ډېرې ګټورې دي.

نوموړي ژمنه وکه چې د بامیانو سیمه ییزه اداره د دې ډول سیالیو لپاره د سم چاپېریال او امنیت ساتنې لپاره د هر ډول هڅو او پلټنې ملاتړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.