ترینکوټ (پژواک، ٢٧ تله ۹۸): د اروزکان چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ملکي روغتون کارکوونکي له ناروغانو سره ناوړه چلند کوي او ترڅنګ یې د روغتون درمل او خوراکي توکي هم په بازار کې پلورل کېږي.
دغه څرګندونې د اروزګان مرستيال والي سيد محمد سادات ناصري د دغه ولايت له ملکي روغتون څخه د ليدنې پر مهال وکړې.
هغه وويل، داسې شواهد يې ترلاسه کړي چې روغتيايي کارکوونکي د روغتون خوراکي مواد او درمل په بازار کې پلوري.
ده زياته کړه: ((خلکو موږ ته مستند ثبوتونه راوړي، د هغوی د شکايتونو پر اساس موږ نن دلته راغلي يو.))
د ناصري په وينا، روغتيايي کارکوونکي سره له دې چې پر وخت د ناروغانو درملنه نه کوي، ترڅنګ يې له ناروغانو سره ناوړه چلند هم کوي چې د زغملو وړ نه دى.
ده د بېلګې په توګه وويل: ((دلته يو مريض ساعتونه تېروي، څو ډاکتر يې معاينه کړي او هغه دوا پرې له بازاره راوړي چې دلته په روغتون کې پيدا کېږي.))
نوموړي د روغتون کارکوونکو ته خبردارى ورکړ چې يادې ټولې ستونزې هوارې کړي، که چېرې دغه کار ونه کړي نو له جدي غبرګون سره به مخ شي.
په ورته وخت کې د محمد رحيم په نوم يوه کس پژواک ته وويل: ((ټپي پوليس مې شفاخانې ته راوړى دى، دا درساعته کېږي چې يو ډاکتر هم راته نه راځي، دوى هسې وخت تېروي.))
د يادو څرګندونو په اړه د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل هم په ولایتي او یو شمېر نورو دولتي روغتونونو کې ستونزې مني، خو وایي چې د حل لپاره به یې له اړوندو مسوولینو او روغتیايې کارکوونکو سره خبرې وکړي.
هغه وايي: ((ځينې ستونزې شته، زه به په دې اړه معلومات وکړم چې څنګه غذايي او روغتيايي مواد په ښار کې پلورل کېږي.))
د يادونې ده، له دې مخکې هم د اروزګان اوسېدونکو په دغه ولايت کې د کمزوري روغتيايي خدمتونو له وړاندې کېدو شکايتونه کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن