ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې پر ٦٣٠ غالۍ اوبدونکو کورنيو روغتيايي وسایل ووېشل شول

بلخ کې پر ٦٣٠ غالۍ اوبدونکو کورنيو روغتيايي وسایل ووېشل شول

author avatar
23 Oct 2019 - 15:08
بلخ کې پر ٦٣٠ غالۍ اوبدونکو کورنيو روغتيايي وسایل ووېشل شول
author avatar
23 Oct 2019 - 15:08

مزارشريف (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۸): په بلخ کې د کليو او پراختيا وزارت، د کليوالي پراختيا پروګرام له خوا پر ۶۳۰ راستنو شوو غالۍ اوبدونکو کورنيو روغتيايي بستې ووېشل شوې.

په شمال زون کې د کليوالي پراختيا پروګرام مسوول همايون نجفي زاده د لړم په لومړۍ نېټه د يادو صحي بستو د وېش پر مهال پژواک ته وويل چې د کليو او پراختيا وزارت په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰۰زره کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې نيسي.

نوموړي وويل چې هرې کورنۍ ته يوه بسته ورکول کېږي چې يوه زباله داني، د کار جامې، صحي ماسک او يو کمربند په کې شامل دي.

هغه زياته کړه چې د دغو توکو مجموعي ارزښت څه باندې يو ميليون افغانۍ دی او د تدارکاتو ملي کمېسيون هم پاس کړی دی.

نجفي زاده وايي چې يادې ۶۳۰ غالۍ اوبدونکې کورنۍ له بېلابېلو هېوادونو بلخ ولايت ته راستنې شوې او مرستو ته يې اړتيا درلوده.

نوموړي زياته کړه چې څو مياشتې مخکې ياد وزارت له دغو کورنيو سره د غاليو اوبدلو د خامو موادو مرسته هم کړې وه.

هغه وويل: ((د دغو غالۍ اوبدونکو کاري چاپېريال مصوون نه وو، د دې په خاطر چې په ناروغۍ اخته نه شي، موږ د صحي بستو مرسته ورسره وکړه.))

نجفي زاده زياتوي چې يو شمېر شرکتونو پخوا دغو غالۍ اوبدونکو کورنيو ته د غاليو خام مواد او صحي بستې ورکولې خو په مقابل کې يې اوبدل شوې غالۍ ترې په ارزانه بيه اخيستې.

د هغه په خبره، حکومت د غاليو د صنعت پراختيا او همدا راز غالۍ اوبدونکو ته د اسانتياوو برابرولو په برخه کې دغه مرسته کوي.

په ورته مهال يو شمېر غالۍ اوبدونکي هم د کليو او پراختيا وزارت دغه همکاري ستايي او له حکومته د لا ډېر مرستې غوښتنه کوي.

۳۶ کلنه مريم د مزارشريف اوسېدونکې ده چې له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې د غاليو اوبدلو کاروبار کوي.

هغه وايي چې په ايران کې يې د مهاجرت پر مهال هم غالۍ اوبدلې او تېر کال خپل وطن ته له راستنېدو وروسته يې هم دغه کاروبار ته دوام ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.