ژبه

افغان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

کابل (پژواک، ۳ لړم ۹۸): افغان کرکټ بورډ د ویست انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې لوبډله کې لوبډلمشر راشد خان، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نویوالحق، اکرام علي خېل او مجیب الرحمن شامل دي.

افغان کرکټ بورډ نن (د لړم ۳مه) ویلي چې دغه لوبې د راتلونکې نوامبر میاشتې له شپږمې نېټې بیا د همدې میاشتې تر یوولسمې د هند د لکنو ښار به ایکانا لوبغالي کې پیلېږي.

login or register a new account.