منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۳ غ.و
۱۵°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې چاودنو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

غزني- کندوز (پژواک، ٦ لړم ٩٨): په غزني کې د دوو چاودنو له امله درې طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي، بلخوا طالبانو په کندوز کې د يوې خصوصي کېبلي شبکې پايه سوځولې او د هغې درې کارکوونکي يې له ځان سره بيولي دي.

د غزني د والي وياند د لړم په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت د دهيک ولسوالۍ د علم کلا په سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوه ماشوم په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د يوه ماشوم په ګډون درې نور ټپيان دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

د غزني د والي وياند وايي چې د اندړو ولسوالۍ د شيش خېل کلي په جومات کې دننه پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د نوري په وينا چې په دې پېښه کې جومات هم زيانمن شوى دى.

خو بل لور ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په اندړو ولسوالۍ کې دغه ډول پېښه نه ده شوې.

همدارنګه د يو بل خبر له مخې، په کندوز ښار کې طالبانو د يوې خصوصي کېبلي شبکې درې کارکوونکي له ځان سره بيولي دي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې درې شپې وړاندې وسله والو طالبانو د امنيې قوماندانۍ په يو کيلومترۍ کې د عقاب ټي وي پايه سوځولې او درې کارکوونکي يې له ځان سره بيولي دي.

همدارنګه د همدې شبکې يوه کارکوونکي د نوم له خپرېدو پرته پژواک ته وويل: ((درې شپې مخکې ٢٠ طالبان زموږ دفتر ته راغلل، ځينو شيانو ته یې اور واچاوه او زموږ درې کارکوونکي تر اوسه ورسره دي.))

د نوموړي په وينا، تر اوسه دوى دغه مسئله پټه ساتلې، که چېرې طالبان بيول شوي کسان بېرته ازاد کړي.

په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال رشيد بشير پژواک ته وويل چې طالبانو د عقاب ټي وي درې کارکوونکي له ځان سره بيولي  دي.

هغه وايي چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه هلې ځلې پيل شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه