ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: په څلورو سوېلي ولايتونو کې لسګونه وسله وال وژل شوي

حکومت: په څلورو سوېلي ولايتونو کې لسګونه وسله وال وژل شوي

author avatar
29 Oct 2019 - 12:00
حکومت: په څلورو سوېلي ولايتونو کې لسګونه وسله وال وژل شوي
author avatar
29 Oct 2019 - 12:00

کندهار (پژواک، ٧ لړم ۹۸): حکومتي چارواکو د سوېل په څلورو ولايتونو کې د عملياتو پر مهال د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

ځايي چارواکي وايي چې د کندهار په سپین بولدک کې د بهرنیو ځواکونو د یوه هوايي برید په پایله کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه برید د دې ولسوالۍ په کنجوسیانو سیمه کې شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه ۱۵ وسله وال تېره شپه هغه مهال د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت د هوايي ځواک له خوا په نښه او ووژل شول چې غوښتل یې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

دی وايي، په دغه برید کې له وسله والو پرته بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلی.

په دې وروستیو کې په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ډېروالی راغلی چې د چارواکو په وینا د وسله والو فعالیتونه او بریدونه یې محدود کړي دي.

بلخوا د زابل ولايت د امنيې قوماندان جنرال نجيب الله سرتېر وایي، تېره شپه د طالبانو يوې لويې ډلې د شینکي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ چې د هوايي او ځمکنیو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول .

هغه زياته کړه چې په ځوابي عملياتو کې ۳۳ وسله وال وژل شوي، زياتې وسلې، موټرسايکلونه او مهمات ترې پاتې شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد رحیم پژواک ته وویل، تېره شپه دوه بجې جنګي الوتکو پر طالبانو تر سهار پورې بمبار کاوه.

بلخوا  په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وايي چې ګډو افغان ځواکونو د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د جهان زيب کمپ او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان ځواکونو له خوا تصفوي عمليات ترسره شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.