منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسي جرګې د طالب بندیانو د تبادلې د احتمال په اړه د روښانتیا غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۹۸): د ولسي جرګې یوشمېر غړي د انس حقاني او څو نورو طالب بندیانو د تبادلې د احتمال په اړه د روښانتیا غوښتنه وکړه او وایي چې دا تبادله باید د جنګ د پای سبب شي، ګني بې له دې د اندېښنې وړ ده.

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان کوین کېنګ د استرالیا اوسېدونکی او تیموتی وېکس د امریکا اوسېدونکی چې په ۲۰۱۶م کال کې له کابله وتښتول شول.

په کابل د طالبانو دوې نږدې سرچینې وايي، طالبان د دوو یادو استادانو په بدل کې غواړي د دوی  دوه مهم غړي انس حقاني او رشید عمري او د دغې ډلې یوشمېر نظامي قوماندانان او والیان چې شاوخوا ۸۰ کسان کېږي، خوشي شي.

نن ورځ په ولسي جرګه کې په همدې اړه خبرې وشوې.

په جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازي علي اکبر جمشېدي په دې اړه له حکومت څخه د روښانتیا غوښتنه وکړه او ويې ویل چې په داسې حالت کې چې جګړه روانه وي او اوربند منځ ته وي راغلی؛ د طالب بندیانو تبادله د افغانستان د ملي ګټو لپاره خطرناکه او د اندېښنې وړ ده.

نوموړي زیاته کړه، د طالب بندیانو په خوشي کولو کې باید امریکا د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي.

هغه وویل: «د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې، امریکا نه شي کولای داسې کړنې ته لاس واچوي چې د افغانستان ملي ګټی له خطر سره مخ کړي.»

په دې جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاده وویل، حکومت باید د دغو بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه ملت ته ځواب او وضاحت ورکړي.

هغه زیاته کړه: «مخکې هم بندیان خوشي شوي؛ خو یواځې دا نه چې د جګړې د پای او اوربند سبب نه شول، بلکې په هېواد کې د تاوتریخوالي سبب شول؛ که دا ځل د امریکایي استادانو په بدل کې بندیان خوشي کېږي، یابد په خوشي کولو کې یې پام وشي؛ ځکه چې دا بندیان د امنیتي ځواکو د ځان په بیه نیول شوي دي.»

د جرګې څو نورو غړو هم د بندیانو د تبادې په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

په دې اړه د جرګې رییس مير رحمان رحماني وویل: «که د طالب بندیانو تبادله د سولې او اوربند لپاره وي، ستونزه نشته؛ خو که د بندیانو خوشي کول یواځې خوشي کول او هغه هم د دوو امریکایي استادانو لپاره، د خلکو اندېښنې لا ډېروي.»

حکومت بايد د طالب بنديانو د تبادلې په اړه د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د حکومت د مشرانو د خبرو په اړه وضاحت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سه شنبې د لړم په اوومه د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب، په کابل کې په خبري ناسته کې کابل ته د زلمي خلیلزد سفر ته په اشاره ویلي چې کابل ته د خلیلزاد سفر، د سولې لپاره نه، بلکې پر یوه ځانګړي پروګرام (د طالبانو له ولکې د دوو امریکایي استادانو خوشې کولو) ټینګار و.

محب زیاته کړې: «دا استادن په موږ حق لري؛ ځکه زموږ ځوانانو ته یې زده کړې ورکولې، موږ په دې اړه همکارۍ ته چمتو یو؛ هغه باید راخوشې شی او په دې اړه کار دوام لري.»

د ملي امنیت مشاور، د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو له خوا د دوو امریکایي استادانو په بدل کې د حقاني شبکې د مهم غړي انس حقاني تبادله له زلمي خلیلزاد سره شریکه شوې که نه؟ وویل چې تراوسه په دې اړه خبرې نه دي شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized