منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۲ غ.و
۱۵°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېرې اووه میاشتې په غزنې کې ۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۷ نور ټپیان شوي دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

غزني ښار (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې د کال له پيله په دغه ولايت کې د ماين چاودنو او موټربم بريدونو له امله ٧٢ ملکي وګړي وژل شوي او ١٨٧ نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ١٤مه په مرکز غزني کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه وويل چې د روان لمريز کال له پيله تر اوسه په لويو لارو کې د ماين چاودنو له امله ٤٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٦١ نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په همدې موده کې د موټربم بريدونو له امله ٣٠ ملکي وګړي وژل شوي او  ١٢٦ نور ټپيان شوي دي.

د نوري د معلوماتو له مخې< دغو کسانو ته د يادو بريدونو له امله په مرکز، اندړو، واغظ، ده يک، ګيلان، مقر او خواجه عمري ولسواليو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده تور پورې کړ چې دغه ماينونه او موټربم بريدونه د طالبانو لi خوا ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل: ((زموږ ځواکونه په عملياتو کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي، څو ملکي خلکو ته کومه ستونزه پيدا نه شي.))

دغه راز په دې اړه د غزني د اندړو ولسوالۍ د نياز کلا اوسېدونکي عبدالعليم پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې په دې سيمه کې پر ملکي خلکو دوه د سړک غاړې ماين چاودنې شوې دي.

هغه وايي: ((څو ورځې وړاندې يو ځل پر مازاد موټر او يو ځل پر ټونس موټر چاودنې وشوې، اوو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.))

همدارنګه د ده يک ولسوالۍ د علم خېلو اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د ماينونو او موټربم بريدونو ترڅنګ په هوايي بريدونو کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ده زياته کړه: ((يوه مياشت وړاندې د ذاکر په سيمه کې پر يوه ټونس موټر هوايي بريد وشو چې په ترڅ کې یې درې ملکي وګړي مړه شول.))

د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتنه وکړه چې د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د غزني په يو شمېر لويو لارو کې ريموټ کنټرول ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.

هغه وايي: ((دغه ماينونه ريموټ لري چې يواځې پر دولتي کسانو چاودنې کوي.))

ده هم وويل چې په غزني کې د ماين چاودنو له امله يو شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو زياتوي: ((دا پخواني ماينونه دي، په اوسنيو ماينونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

د يادونې ده، غزني د افغانستان د ناامنو ولايتونو له ډلې دى چې تېر کال یې طالبانو پر مرکز ډله ييز بريد وکړ او بيا يې پنځه ورځې دوام درلود.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه