منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د سولې په نوم د ورزش اوونۍ پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د يو خصوصي پوهنتون له لوري په دغه ولايت کې د سولې په نوم د ورزش اوونۍ پيل شوه چې پر مهال به یې په بېلابېلو برخو کې لوبې ترسره شي.

دا ورزشي مېله د لړم په ۲۲مه په ننګرهار کې د خراسان په نوم يو خصوصي پوهنتون پيل کړه چې ورته پر ننګرهار سربېره د پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ورزشکاران هم ورغوښتل شوي دي.

د دغه پوهنتون رييس ډاکټر احمد طارق کمال پژواک اژانس ته وويل، د سولې د راتګ لپاره په هېواد کې هيله مندي ډېره ده او دوی غواړي د ورزش له لارې ځوانان له جګړو لرې او د سولې په کارونو کې يې بوخت کړي.

هغه زياته کړه، په همدې موخه دوی د ورزش اوونۍ پيل کړه چې په کې به د ننګرهار د يو شمېر ورزشي لوبډلو ترڅنګ د کابل، کندوز، پروان او يو شمېر نورو ولايتونو لوبډلې هم برخه اخلي.

دی وايي، ياد لوبغاړي به د کرکټ، واليبال، ټينس، پړي کشولو، منډو او کراتې برخو کې خپل منځي سيالۍ ترسره کړي چې ټول به خپلو ولايتونو ته د سولې له پيغام سره ستانه شي.

دی زياتوي، د دغه پروګرام بله موخه د بېلابېلو ولايتونو د ځوانانو ترمنځ د اړيکو جوړېدل او له بې اتفاقيو يې لرې ساتل دي.

د ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند د دغه پوهنتون ياد اقدام وستايه چې په خبره يې، محصلينو ته يې پر ذهني روزنې سربېره د جسمي روزنې زمينه هم برابره کړې ده.

هغه د روحي فشار لرې کېدو لپاره ورزش ښه وسيله ياده کړه او د نورو خصوصي پوهنتونونو پر مسوولينو يې هم غږ وکړ چې د خپلو محصلينو لپاره د ورزش زمينه برابره کړي.

دغې ورزشي اوونۍ ته له کابل څخه د افغانستان د واليبال ملي لوبډله هم راغلې وه، د دې ډلې لوبډلمشر اميد ځدراڼ هيله څرګنده کړه چې دا ډول لوبې دې په هېواد کې د سولې د راتګ پيلامه شي.

دغه راز د ننګرهار د واليبال د منتخبې لوبډلې مشر رجب وويل، دا ډول پروګرامونه کولی شي چې ځوانان له ناوړه او غير قانوني کارونو وژغوري او خپلو منځونو کې يې اړيکې پراخې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې