کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): بنګله دېش د اسيا ايمرجنګ کرکټ سياليو په نيمه پاى لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
پاى لوبه به له پاکستان سره ترسره کوي.
د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د دغو سياليو دويمه نيمه پاى لوبه نن ترسره شوه، د دې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د ايمرجنګ لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٨ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ٢٢٩ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري دروېش رسولې په زړه پورې لوبه وکړه او ١١٤ منډې يې جوړې کړې، دغه راز وحيدالله شفق ٣٤ او طارق ستانکزي ٣٣ منډې جوړې کړې.
بنګله دېش ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په څلوېښتم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
login or register a new account.