منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هانګ کانګ د رګبي په يوه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): هانګ کانګ د رګبي په يوه لوبه کې افغانستان ته ٣٨ پر صفر نومرو ماتې ورکړه.

د راتلونکي کال اسيايي لوبو لپاره د رګبي لوبې دا ټاکانيزې سيالۍ  چې په سويلي کوريا کې روانې دي، افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړه.

هانګ کانګ په دې لوبه کې ٣٨ نومرو ترلاسه کولو کې افغانستان ته ماتې ورکړه، افغانستان هېڅ يوه نومره ترلاسه نه کړه.

ټاکل شوې ده چې د رګبي اسيايي سيالۍ راتلونکى کال په جاپان کې ترسره شي او له دې سياليو به دوه لوبډلې اولمپيک سياليو ته لاره پيدا کوي.

په دې سياليو ېک افغانستان، هانګ کانګ، ماليزيا، ټايپي، سينګاپور، چين، فيلپين، سوېلي کوريا او د سريلانکا لوبډلو برخه اخيستې وه.

د  رګبي لوبه د فوټبال په څېر ميدان کې ترسره کېږي، خو توپ د پښو پر ځاى په لاسونو يو بل ته تر اچولو وروسته ټاکل شوې ځاى ته رسول کېږي.

د رګبي لوبه بېلابېل ډولونه لري چې په ځينو کې يې اووه لوبغاړي په يوه لوبه کې لوبېږي، په ځينو کې نهه او داسې نور.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې