ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

د سمنګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

author avatar
25 Nov 2019 - 15:07
د سمنګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړی
author avatar
25 Nov 2019 - 15:07

 

ایبک (پژواک، ٤ لېندۍ ۹۸): د سمنګان د ولایتي روغتون کارکوونکو او ډاکترانو د خپلو څلورو میاشتو د حقونو او امتیازاتو د نه ترلاسه کېدو له امله کاري اعتصاب کړی دی.

دوی نن سهار داسې مهال پر کاري اعتصاب لاس پورې کړی چې د روغتون د کارکوونکو د معلوماتو له مخې په یاد دولتي روغتون کې لسګونه کسان بستر دي او هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ کسان دغه روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره راځي.

د یاد روغتون د نسايي او ولادي څانګې متخصصې، مکۍ پژواک ته وویل؛ ځکه يې کاري اعتصاب کړی چې دوی ته د څلورو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړي زیاته کړه، ډاکتر او د روغتون نور کارکوونکي د معاشونو د نه اخیستو له امله له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه د نورو اړتیاوو ترڅنګ د کورونو د ګرم ساتلو لپاره د سون توکو ته اړتیا لري.

د ده په خبره، د روغتون د ۹۰ سلنه کارکوونکو یوازېنی عاید معاش دی او یوازې ۱۰ سلنه ډاکتران د یاد روغتون ترڅنګ د معایناتو شخصي خونې لري.

د دغه ولایت د خرم ولسوالۍ د بابه قمبر کلي اوسېدونکي ۶۰ کلن شجاع الدین چې نارغه مېرمن یې یاد روغتون ته راوستلې ده وویل: ((مېرمن مې ناروغه ده، نن مې روغتون ته د درملنې لپاره راوستله خو ډاکتران پاملرنه نه کوي، اعتصاب یې کړی نه پوهېږم څه وکړم.))

بلخوا د سمنګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالخلیل مصدق پژواک ته په یوه ټيلېفوني اړیکه کې وویل: ((همدا اوس په کابل کې یم او د روغتون د کارکوونکو د معاش ستونزو موضوع مو د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره شریکې کړې، اصلي ستونزه په مالیې وزارت کې وه چې پر ټاکلي وخت یې معاشونه نه دي ځانګړي کړي.))

خو نوموړي زیاته کړه، اوس یاده ستونزه حل شوې او هڅه کېږي چې د سمنګان د ولایتي روغتونو د ډاکترانو او کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.