کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): د افغانستان او ويسټ انډيز ملي لوبډلو ترمنځ د ټسټ کرکټ لوبه پيل شوې او په لومړۍ ورځ ويسټ انډيز پر افغانستان برلاسى و.
دا لوبه چې نن (د لېندۍ ٦مه) د هندوستان په لکنو ښار کې د افغانستان په کوربه توب پيل شوه، پچه يې ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لومړنيو لوبغاړو جاوېد احمدي او ابراهيم ځدراڼ نسبتاً ښه لوبه پيل کړه او دواړو په ګډه شاوخوا ٢٨ منډې جوړې کړې، پر دې مهال ابراهيم ځدراڼ په ١٧ منډو وسوځېد، ورپسې جاوېد احمدي او احسان الله جنت ښه لوبه وکړه او منډې يې ٨٧ ته ورسولې چې ورسره احمدي په ٣٩ او احسان جنت په ٢٤ منډو وسوځېدل.
دغه راز اصغر افغان په ٤، رحمت شاه په ٤، ناصر جمال په ٢ او راشد خان په یوه منډو وسوځېدل او په ١١١ منډو کې د افغانستان اووه غوره لوبغاړي سوځېدلي وو چې پر دې مهال حمزه هوتک او افسر ځاځي له مسووليته ډکه لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې ١٦٠ ته ورسولې، هوتک ٣٤ او ځاځي ٣٢ منډې وکړې او وسوځېدل.
د افغانستان ټوله لوبډله په لومړي اننګز کې په ١٨٩ منډو وسوځېده، د ویست اندیز سست توپ اچوونکي رکیم کارنیوال اووه افغان لوبغاړي وسوځول.
ويسټ انډيز خپله لومړۍ پاڼۍ پيل کړه او د ورځې تر پايه پورې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٦٨ منډې کړې وې، د افغانستان له لوري هوتک او راشد خان يو يو لوبغاړي سوځولي وو.
وتلي ژورنالېست او د کرکټ کارپوه اېمل پسرلي ددې لوبې په اړه په فيسبوک کې ليکلي، ویست اندیز تر ۵۰۰ ډېرې ټسټ لوبې کړي دا د افغانستان څلورمه ده تجربه او نشتوالی به یې راڅرګند شي.
هغه زياته کړه، جاوېد احمدي ښه روان و، غرمې ته لږ وخت پاتې و خو د شل اوریزو په څېر پر شارټ يې ځان وسوځاوه،
پسرلي ويلي، ورځ د ویست اندیز وه، د دې لوبې کابو کول ګران و خو ښايي لا هم ناممکن نه وي.
ژورنالېست او د کرکټ کارپوه جعفر هاند هم پر دې تبصره کړې ده، هغه ويلي، له ویست اندیز سره د کرکټ ټست لوبې اوله ورځ ختمه شوه، ویست انډیز برلاسی و.
نوموړي زياته کړې، د افغان لوبډلې لپاره باید د خپګان خبره دا وي چې په ټست کې یې ٢٠٠ منډې ونه کړې او هېڅ یو لوبغاړي پنځوسيزه هم ونه وهله.
د هغه په وينا، که ویست انډیز په دویمه ورځ ٢٥٠ منډې وکړې، بویه چې لوبه یې کابو کړه.
login or register a new account.