ژبه

​لاريون کوونکو د عراق په نجف ښار کې د ايران کونسلګري سوځولې

کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٨): سلګونو لاريون کوونکو د عراق په نجف ښار کې د ايران کونسلګري سوځولې او له دغه هېواد څخه يې د ايرانيانو د وتلو غوښتنه کړې ده.

په عراق کې له تېرو څو اونيو راهيسې د حکومت پر ضد لاريونونه پيل شوي، دوى د فساد پر ضد مبارزه، روزګار پيدا کولو او خلکو ته د لومړنيو اسانتياوو ورکولو غوښتنې کوي.

د عراقي رسنيو او ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو لاريونونو کې تر اوسه په بېلابېلو ښارونو کې ٣٤٤ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه لاريون کوونکو په نجف ښار کې د ايران پر کونسلګرۍ بريد کړى او سوځولې يې ده.

لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کې له عراق څخه د ايرانيانو د وتلو غوښتنې هم کولې.

عراقي پوليسو ويلي چې د کونسلګرۍ د سوځولو پر مهال په ډزو کې درې لاريون کوونکي هم وژل شوي دي.

login or register a new account.