منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۷ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

امنیتي پېښو د پروان پوهنتون محصلينې اندېښمنې کړې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

کابل (پژواک، ۹ ليندۍ ۹۸): مسوولان او د پروان پوهنتون یوشمېر ښځينه محصلانې له ځینو امنیتي پېښو وروسته، په دغه پوهنتون کې په ځانګړې توګه د شپې له خوا د امنیت د تامین لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي. 

د دغه دولتي پوهنتون چې د پروان په مرکز چاریکارو کې پروت دی، د امنیت په اړه اندېښنې وروسته له هغه د دغه تحصيلي مرکز د مسوولینو او محصلينو ترمنځ راپیدا شوې چې د نجونو پر لیلیه د شپې له خوا دوه ځلې کاڼي وغورځول شول او بل ځل نامسوولو وسله والو کسانو د دغه پوهنتون د ساختماني پروژې کارکوونکو ته د پوهنتون په انګړ کې سپکاوی وکړ؛ څو د پروژې د کار مخنيوى وشي.

د دغه پوهنتون د ریاست د معلوماتو له مخې، د زده کړې په دغه مرکز کې په ۹ پوهنځیو کې ۷ زه کسان زده کړې کوي، چې ۶۰ سلنه یې هلکان او پاتې نورې یې نجونې دي.

د سرچینې په وینا، د دغو محصلانو له ډلې شاوخوا درې زره محصلان او نږدې سل نجونې محصلانې د پوهنتون په لیلیه کې ژوند کوي او د ځو پېښو له امله چې رامنځته شوې، ځانونه په امن کې نه بولي.

د دغه پوهنتون د ژونالېزم پوهنځي د دویم ټولګي محصله لیذا احمدي چې د کابل اوسېدونکې ده، وویل چې د شاوخوا درېیو وروستیو اونیو په لړ کې د شپې له خوا دوه ځله د نجونو پر لیلیه د کاڼو ويشتلو شاهده ده.

هغې زیاته کړه: “موږ دلته مسافر یو، زموږ کورنیو پر موږ او د پروان پوهنتون په لیلیې اعتماد کړی چې موږ یې دلته را استولې یو؛ خو له بده مرغه چې موږ په امن کې نه یو، د خطر احساس کوو، زمونږ امنیت سم نه دی نیول شوی، څو ځله مو وړاندیز وکړ چې زمونږ امنیت ونیسي، امنیتي کسان وګوماري او که چېرته د ورځې له خوا نه کېږي، اړینه ده د شپې له خوا مو په سم ډول امنیت ونیول شي.”

د نوموړي پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصله مریم سروري چې د لوګر اصلي اوسېدونکې ده، هم د دغه پوهنتون امنیتي وضعیت اندېښمنه کړې ده.

نوموړې وویل: «زموږ په پوهنتون کې دوه سرتېري دي چې د شپې له خوا نه شي کولای په سم ډول امنیت ټینګ کړي، د شپې له خوا پر لیلیه کاڼي وغورځول شول، وډارې شو، بل دا چې د لیلیې د احاطې دېوالونه مو ټیټ دي، هر څوک کولای شي آزاد تګ او راتګ وکړي.»

دغو محصلينو چې د نورو په استازیتوب یې خبرې کولې، د پوهنتون له ادارې او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د دغه پوهنتون د امنیت لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

د پروان پوهنتون رییس پوهاند محمد همایون رسولي هم ټینګار وکړ چې د نوموړي پوهنتون د امنیت د ټينګښټ لپاره اوس مهال یواځې دوه سرتېري ګومارل شوي دي چې د شته امنیتي اندېښنو له امله، پر دغو دوو سرتېرو سربېره باید په یاد پوهنتون کې د څلورو کسانو یوه امنیتي پوسته وجود ولري.

هغه په درېیو وروستیو اونیو کې د دوو پېښو په اړه جدي اندېښنه وښوده او ويې ویل: «د نجونو په لیلیې د شپې له خوا کاڼي وغورځول شول، د تعمیر شیشې یې ماتې کړې، نجونې یې وډارې کړې، که زموږ د پولیسو ځواکونه ډېر وای، د هغو کسانو د نیولو لپاره چې دغه کار یې کړی و، اقدام یې کاوه.»

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د یاد پوهنتون د احاطې دېوالونه چې ۴۰۰ متره اوږدوالی او شاوخوا یونیم متر لوړوالی لري، باید بیا جوړ او لوړوالی یې تر درېیو مترو ورسېږي، څو له دې لارې دغه پوهنتون ته څوک په اسانۍ دننه نه شي.

پوهاند رسولي وویل چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې، نامسوول وسله وال او زورواکي پوهنتون ته دننه شول او د دغه پوهنتون د نوې لیلیې د تعمیر کارکوونکو ته یې ګواښ وکړ چې کار ودروي.

نوموړي د هغه کس نوم چې پوهنتون ته په زور دننه شوی، وانه خیست.

هغه زیاته کړه چې د زورواکو دغه ګواښ د یاد تعمیر کارکوونکي اندېمښن کړي؛ خو د ساختمان کار تراوسه روان دی.

رسولي د زورواکي د نوم له یادولو پرته وویل: «زورواکان د پوهنتون په سل مترۍ کې د اوسېدو کورونه لري، دا زورمندان له دې امله چې د پوهنتون د هلکانو د لیلیې تعمیر کړکۍ د هغوى د کورونو په خوا باید نه وي، د کار د دوام مانع شوي، لکه څرنګه چې دا ساختمان له تخنیکي او تعمیري اړخه داسې ډیزاین شوی چې هغوی ته مزاحمت نه کوي؛ خو مانع شوي.»

د نوموړي په وینا، که د دغه تعمیر کړکۍ دومره کوچنۍ شي، چې د همدغه زورواکانو غوښتنه ده، ودانۍ به نیمګړې وي.

ده ښکاره کړه چې یادې ستونزې او له امنیتي وضعیته اندېښنې یې د پروان له امنیه قوماندانۍ سره شریکې کړې؛ خو تراوسه یې کوم اقدام نه دی کړی.

خو د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ ولي زاده، بې له دې چې د چا نوم واخلي، وویل چې د هغو کسانو د نیولو امر شوی چې په پوهنتون کې یې کارکوونکي ګواښلي وو.

نوموړي ټینګار وکړ چې له دې پېښې وروسته یې د دغه پوهنتون د پولیسو ځواکونو ته لارښوونه کړې څو ټول هغه کسان چې پوهنتون ته دننه کېږي، وڅېړي.

همدارنګه ده زیاته کړه چې د نجونو لیلیې ته له بهر څخه د کاڼو د غورځولو په اړه څېړنې ترسره شوې او ښیي چې دا پېښه پلان شوې نه وه.

نوموړي په دې اړه جزئیات ورنکړل او ويې ویل چې پولیس د هغو کسانو د نیولو هڅې کوي چې پر لیلیه یې کاڼي غوځولي دي.

همدارنګه محفوظ زیاته کړه چې د پوهنتون د لا ښه امنیت ساتلو په موخه به ډېر ژر د پولیسو یوه څلور کسیزه پوسته جوړه کړي.