ژبه

د ګيرو ولسوال ټپي شو

غزني (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٨): د غزني د ګيرو ولسوال له خپل يوه ساتونکي سره د چسپکي ماين په چاودنه کې ټپي شوى دى.

دغه خبره د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک خبري اژانس ته وکړه.

ده وويل، دغه پېښه نن ماښام د غزني ښار د پښتون اباد سيمې په څلورمه حوزه کې د ولسوال په موټر کې شوې شوې ده.

د هغه په وينا، ولسوال محمد ابراهيم حليمي په لاس ټپي شوى، خو روغتيايي حالت يې ښه دى.

login or register a new account.