کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٨): د عامې روغتیا وزارت وایي، د اندونیزیا په مرسته په کابل کې جوړ شوي کلینیک ته پېرل شوي توکي بې کیفیته دي، خو قراردادي شرکت بیا وایي ځکه یې توکي بې کیفیته بلل کېږي چې رشوت يې نه دی ورکړی.
د اندونیزیا هېواد په مرسته د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې یو کمپلکس جوړ شوی دی؛ د دغه کمپلکس اړوند اسلامي مرکز کار په ۱۳۹۶ کال کې بشپړ شوی او په کار یې پیل کړی او د ۲۳ بسترونو لرونکی کلینیک د ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې په وروستیو کې جوړ شوی، خو تر اوسه یې کار نه دی پیل کړی.
ځینې سرچینې وایي، د کلینیک طبي وسایلو پر سر د عامې روغتیا وزارت، قراردادي شرکت او کابل کې د اندونیزیا سفارت ترمنځ د را ولاړې شوې لانجې له امله دغه کلینیک فعالیت نه دی پیل کړی.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد کلینیک د ودانۍ جوړولو او طبي وسایلو برابرولو چارې د «ضیا ایوبي» ودانیزو چارو شرکت، په کابل کې د اندونیزیا له سفارت سره د شوي تړون له مخې ترسره کړې دي.
خو د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالې مموسۍ زیور پژواک خبري اژانس ته وویل: «د قراردادي شرکت له خوا باید د ۴۷۰زره ډالرو په قیمت با کیفیته وسایل راوړل شوي وای، خو دغه شرکت ټول بې کیفیته طبي وسایل په ارزانه بیه راوړي دي.»
هغې زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د ضیاء ایوبي شرکت ته د طبي وسایلو یو تایید شوی نوملړ ورکړی و چې له مخې یې باید د یاد کلینیک لپاره اړین طبي وسایل وپېري، خو پېرل شوي توکي بې کیفیته دي.
زېور وایي چې عامې روغتیا وزارت دغه توکي رد کړي، ځکه چې د تړون له شرایطو سره برابر نه و.
هغې وويل چې د دغه وزارت چارواکو څو ځلې په کابل کې د اندونیزیا له سفیر او د هغه له مرستیال سره لیدلي او ورته ویلي یې دي چې هرکله شرکت د تړون مطابق وسایل وپېري، وزارت به یې تایید کړي.
د زېور په وینا، د دې لپاره چې کلینيک په کار پیل وکړي، وزارت پتېیلې ده چې خپل طبي وسایل په کې نصب کړي او کله چې شرکت له تړون سره سم طبي وسایل وپېرل، وزارت به له هغو وسایلو په نورو برخو کې کار واخلي.
د پنځوس زره ډالرو رشوت دعوه
یوه سرچينه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي د عامې روغتیا وزارت د روان کال په وږي میاشت کې یوه تخنیکې ډله وګومارله څو کلینیک ته پیرل شوي طبي وسایل له تړون سره سم و ارزوی.
login or register a new account.