ژبه

​هندوستان کې ٤٣ کسان په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د هندوستان د پلازمېنې نوې ډيلي په يوه فابريکه کې د اورلګېدنې له امله ٤٣ کسان مړه شوي دي.

د هندي رسنيو د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن سهار د زوړ ډيلي د غلو دانو منډوي ترڅنګ د بيګونو جوړولو په يوه فابريکه کې رامنځته شوې ده.

ځايي مسوولينو رسنيو ته ويلي چې تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دى معلوم، خو کېداى شي د فابريکې په هغې ساحه کې اور لګېدلى وي چې ماشينونه يې ترميمېږي.

د نوي ډيلي د ژغورنې ادارې د مسوولينو په وينا، په دې پېښه کې د فابريکې ٤٣ کارکوونکي په داسې حال کې سوځېدلي او مړه شوي چې ويده وو.

سرچينې زياته کړې چې د فابريکې ٥٠ نور کارکوونکي ژغورل شوي دي.

login or register a new account.