کابل(پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وايي چې په میدان وردګو ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز ددغه ولایت په اړوند سیمو کې د کابل ــ کندهار عمومي لار د وسله والو له موجودیته پاکه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پژواک ته وویل، یاد عملیات د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ارشد معین مل پاسوال خوشحال سادات په مشرۍ ترسره شوي دي.
خو نوموړي د عملیاتو د کره وخت په اړه معلومات ورنه کړل.
رحیمي زیاته کړه، په یادو عملیاتو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې د منسوبینو له خوا ۲۵ وسله وال وژل شوي او یو مرکز یې له منځه وړل شوی دی.
د ده په خبره، د عملیاتو په جریان کې څو کړۍ ماینونه، وسلې او مهمات هم شکف او له منځه وړل شوي دي.
رحیمي وویل، په یادو عملیاتو کې د میدان وردګو ولایت اړوند سالارو په سیمه کې د کابل ــ کندهار عمومي لویه لار له طالبانو پاکه شوې ده.
بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن