ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناکامورا د جنازې وروستي مراسم د هغه په پلرني ښار کې ترسره شول

د ناکامورا د جنازې وروستي مراسم د هغه په پلرني ښار کې ترسره شول

author avatar
11 Dec 2019 - 15:00
د ناکامورا د جنازې وروستي مراسم د هغه په پلرني ښار کې ترسره شول
author avatar
11 Dec 2019 - 15:00

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د جاپانۍ موسسې د وژل شوي مشر ډاکتر ټيټسو ناکامورا د جنازې وروستي مذهبي مراسم د جاپان په فوکواکا ښار کې ترسره شول.

د پي اېم اېس په نوم د يوې جاپانۍ موسسې مشر جاپاني الاصل افغان ډاکتر ناکامورا (د لېندۍ په ۱۲مه) په جلال اباد ښار کې د وسله والو له خوا له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل شو.

د ننګرهار ولايت چارواکو پرون ويلي وو چې په دې تړاو يې دوه کسان نيولي دي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.

د ناکامورا جسد دوه ورځې مخکې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ولسمشر اشرف غني، د جاپان سفير او نورو چارواکو په کې ګډون درلود، د کابل له هوايي ډګره جاپان ته ولېږدول شو.

د هغه جسد د تېرې يکشنبې په ورځ لومړى د جاپان پلازمېنې توکيو ښار ته نږدې يوه هوايي ډګر ته ورسول شو او بيا له هاغه ځايه د ناکامورا پلرني ښار فوکواکا ښار ته ولېږدول شو.

جاپانۍ رسنيو د لېندۍ په ٢٠مه خبر ورکړى چې د ناکامورا وروستي مراسم  نن په ياد ښار کې په داسې حال کې ترسره شول چې ګڼ شمېر کسانو په کې ګډون کړی و.

د ناکامورا يوه ملګري او همصنفي شونسوکي ټکيناکا چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، رسنيو ته ويلي: ((هغه له ماشومتوب څخه ډېر ښه روان و او موږ ټولو پرې وياړ کاوه.))

هغه زياته کړې، کوم کارونه چې ناکامورا تر اوسه کړي، غوښتل يې تر دې زيات نور کارونه هم وکړي.

په دغو مراسمو کې د ناکامورا يو غټ انځور لګول شوى و چې په افغانستان کې د کار پر مهال اخيستل شوى و.

دغه راز جاپاني رسنيو خبر ورکړى چې په ياد ښار کې د ناکامورا عکسونه په بېلابېلو سيمو کې ځړول شوي دي.

جاپاني پوليسو د روغتيايي کارکوونکو په مرستو پرون د هغه د جسد څېړنې کړې او موندلي یې ده چې پر سينه يې د مرمۍ لګېدو له امله مړ شوى دى.

ناکامورا د ننګرهار ولايت په بېلابېلو برخو کې د  لسګونو ميليونو ډالرو په ارزښت د کرنې او اوبو لګولو په برخو کې د بيارغونې کارونه کړي وو.

د هغه وژنه په پراخه کچه د افغانانو له خوا وغندل شوه، په ګڼ شمېر ولايتونو کې د هغه په ياد شمعې بلې شوې او د خواشينۍ ناستې ترسره شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.