کابل (پژواک،٢١ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان دکرکـټ ادارې د بورډ دوو غړو ضياء الحق امر خېل او مېرمن ګلالۍ صافۍ د اصغر افغان له کپتان کېدو سره مخالفت ښودلى دى.
دافغانستان کرکـټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي پرون په يوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې له روزونکي او نورو کسانو سره تر مشورې وروسته يې اصغر افغان يو ځل بيا د لوبډلمشر او راشد خان يې د هغه مرستيال ټاکلى دى.
د کرکټ بورډ دغه اعلان له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او په ټولنيزو شبکو کې خلکو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.
دغه راز د افغانستان کرکټ ادارې د بورډ ځينو غړو هم له دې کار سره مخالفت ښودلى او وايي چې له دوى سره مشوره نه ده شوې.
ولسمشر اشرف غني شپږ مياشتې مخکې پنځه کسان هر يو د ولسمشر ستر سلاکار ضياء الحق امرخېل، د ښارجوړونې وزير جواد پيکار، د کرکت بورډ پخوانى مشر او په پاکستان کې اوسنى سفير عاطف مشعل، سناتوره ګلالۍ نور ساپۍ او د الکوزي شرکت مشر عبدالرحمن الکوزى د کرکټ بورډ غړي وټاکل.
امرخېل د کرکټ بورډ تر يادې پرېکړې وروسته په ټولنيزه شبکه ټويټر کې وليکلي: (( د کرکټ بورډ ادارې مشرتابه د عدم مديريت، وظيفوي غيابت ترڅنګ د کرکټ په الف با هم نه پوهېږي.))
هغه زياته کړې، د نوموړي له خپل سرو، احساساتي اونامعقولو پرېکړو سره د بورډ غړي نه همغږي او نه يې هم په بدو عواقبو کې شريک دي.
امرخېل وايي: (( د بورډ د غړي په توګه مې رسمي يادښتونه هم بورډ ته ورکړي زه په دې پرېکړو کې شريک نه يم.))
د کرکټ بورډ بلې غړې ګلالۍ نور صافۍ هم په ټويټر کې د کرکټ بورډ وروستۍ پرېکړې باندې بې خبري ښودلې او دا پرېکړه يې ناسمه بللې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس نسيم الله دانش هم په دې اړه په فيسبوک کې غبرګون ښودلى دى.
هغه ويلي، د کرکټ ملي لوبډلې د بې اتفاقۍ او بربادۍ ستونزه هغه مهاله پیل شوه چې له تېر نړیوال جام څخه مخکې لوبډلمشربدل شو او پرځای يې داسې کس لوبډلمشر شو چې د لوبډلمشر او ځینو مهمو لوبغاړو نه خوښېده.
دانش ويلي، دا ستونزه هوارېدلى شواى، خو چې ځینو سیاسي او د کرکټ بورډ پخوانیو چارواکو مثبت رول لوبولی وای، د هېوادوالو احساسات او ګټې یې په نظر کې نیولي وای.
نوموړي ادعا کړې چې د بورډ پخوانى رييس عاطف مشعل او اجراييوي رييس شفيق ستانکزي د لوبډلې په بې اتفاقولو او ستونزو جوړولو کې منفي رول ولوباوه .
ده زياته کړې : ((که ګلبدين نايب وايي چې اصغر دې محکمه شي؛ نو زه وایم چې مشعل او شفيق دې هم محکمه شي.))
د يادونې ده چې پرون پخواني لوبـډلمشر ګلبدين نايب هم په يوه ويډيويي پيغام کې د اصغر په کپتانۍ کې د نه لوبېدلو اعلان وکړ او هغه يې پر ملي خيانت تورن کړ.
ټولنيز فعال ډاکتر ظهير هم په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، همدا يې وخت دى چې د بورډ په دننه کې نااهلۍ، تربګنۍ او فساد را دبره او وڅېړل شي، د غلو او مفسدينو مخ ور تور شي.
د يادو نيوکو او ادعاوو په اړه د افغانستان کرکـټ بورډ، پخوانيو رييسانو عاطف مشعل ، شفيق ستانکزي او لوبـډلمشر اصغر افغان تر اوسه غبرګون نه دى ښودلى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










