اسعد اباد (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٨): د کونړ ولايت اوسېدونکي له نوي حکومته غواړي چې پر کونړ سيند ورته د برېښنا بندونه جوړ کړي.
دوى دغه راز د دغه ولايت ځوانانو ته د کار پيدا کېدو او د پاکستاني ځواکونو د بريدونو د مخنيوي غوښتنې هم کوي.
د دغه ولايت يوه قومي مشر حاجي زرګل وايي، کونړ د هېواد په کچه بې ساري طبيعي زېرمې لري، ځنګلونه، سيندونه، کانونه او نور، خو تر اوسه ترې ګټه نه ده پورته شوې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د کونړ له خلکو سره په تېرو اتلسو کلونو کې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال بېلابېلې ژمنې کېږي، خو تر اوسه يې عملي کړې نه دي.
دغه قومي مشر د هېواد له راتلونکي ولسمشره غواړي چې دغه ځل پر سيند د برېښنا اساسي بندونه جوړ کړي.
د نوموړي په وينا، په دې سره به ځوانانو ته د کار زمينې برابرې شي، خلک به د برېښنا له اسانتیا برخمن شي او د کرنې په برخه کې به انقلاب راشي.
بل قومي مشر سلطان محمد بيا د کانونو او ځنګلونو په تړاو له نوي ولسمشره غواړي چې د خپلسرو کيندنو مخه ونيسي.
هغه پژواک ته وويل چې دغه کانونه د زورواکو له خوا خپلسري کيندل کېږي او بيا پاکستان ته په غير قانوني توګه قاچاق کېږي.
نوموړى وايي، د کونړ ځنګلونه د نړۍ دويمه درجه دي، خو د مافيايي کړيو له خوا له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې وهل کېږي.
بل قومي مشر ملک خان باچا بيا وايي چې نوى ولسمشر دې له وسله والو مخالفينو سوله او پر دغه ولايت د پاکستاني ځواکونو د بريدونو مخه ونيسي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، که د دولت وسله وال مخالفین په دولت کې ونډه غواړي هم ور دې کړی خو سوله دې وکړي.
د اسمار ولسوالۍ قومي مشر حاجي ملنګ پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونه له تېرو څو کلونو راهيسې پر شپږو ولسواليو بريدونه کړي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه چې نوى ولسمشر دې لومړى د دغو بريدونو مخه ونيسي.
مدني فعال فضل واحد افکاري وايي چې په دغه ولايت کې ډېر ښه استعدادونه او کدرونه شته خو تر اوسه په حکومت کې ورته سمه ونډه نه ده ورکړل شوې.
نوموړي پژواک ته وويل، د دغه ولايت ډېری ځوانان په کور دننه او يا بهر کې د ليسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې خو تر اوسه بې روزګاره ګرځي.
افکاري له نوي ولسمشره غوښتنه کوي چې د کونړ ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي.
بل مدني فعال خيام قيام هم پر کونړ سيند د برېښنا بندونو جوړولو غوښتنه کوي او وايي چې د دغه ولايت ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ هم نه لري، بايد پاملرنه ورته وشي.
د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد ساپی د کونړ ولایت د مشرانو غوښتنې پر ځای بولي او له نوي ولسمشره په کلکه غوښتنه کوي چې د کونړ د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.










