ښرنه (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په وازېخوا او تړوې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو په دوو جلا عملياتو کې ٧ طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت له امنيې قوماندانۍ نه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي او سرحدي پوليسو د وازيخوا د ګواشتې د زاړه بازار په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز عمليات کړي چې په کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، په دې عملياتو کې د مخالفينو يو مرکز له منځه تللى او د هغوى يوه اندازه وسلې د پوليسو لاس ته ورغلې دي.
سرچينه کاږي، دغه راز د دې ولايت د سروبي ولسوالۍ د سليمانځو سيمه کې پر هغو وسله والو طالبانو عمليات شوي چې په لويه لاره کې يې خلک له موټرو ښکته او تالاشي کول. په دې عملياتو کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د سروبي ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د عملياتو پرمهال يې د يوه وژل شوي طالب جسد ليدلى دى.
د ده په خبره، سليمانځي د طالبانو د تګ راتګ لاره ده.
خو طالبانو بيا د دې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.