کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۸): د ډاکټرانو ټولنې له حکومته وغوښتل چې د ناپېژاندو کسانو له خوا په کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون ډاکتر، پروفيسور غلام مصطفی زمري د راخوشي کولو لپاره اړینې هلې ځلې وکړي.
هغوی وایي چې د یاد روغتون د جراحي څانګې مسوول ډاکټر غلام مصطفی زمری د تېرې شنبې په شپه ناپېژاندو کسانو د کابل ښار د تایمني سیمې له څلورم سړکه تښتولى دى.
د ډاکترانو ټولنې لسګونو غړو نن په یاد روغتون کې د زمري د تښتولو په غبرګون کې اعتراضي ناسته جوړه کړې وه.
د ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر فیاض صافي په دې ناسته کې وویل چې ډاکټران د خلکو په چوپړ کې دي او له چا سره دښمني نه لري.
ده له حکومته، په تېره بیا له ولسمشره وغوښتل چې د تښتوونکو له منګولو د ډاکټر زمري د راخوشي کېدو لپاره اړینې هڅې وکړي.
هغه وایي، که تر اتو ساعتونو حکومت په دې اړه اړین ګامونه پورته نه کړي، نو ډاکټران به د مدني خوځښتونو په اړه خپله پرېکړه وکړي.
ده وویل، کېدای شي کاري اعتصاب او یا هم لاریونونه په دغو مدني حرکتونو کې شامل وي.
د يادونې وړ ده چې په تېرو څو مياشتو کې له کابل ښار څخه د اقا محمد جاويد، ظريف او کوهدامني په نومونو درې نور ډاکټران هم تښتول شوي وو چې بيا د پېسو په بدل کې خوشې کړاى شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










