منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک په مزارشريف کې د ملکي روغتون له خدماتو شکايت کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۷۲ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): په مزارشريف کې د بلخ د حوزوي روغتون يو شمېر ناروغان او د هغوی پايوازان په ياد روغتون کې له ناسمو روغتیايي خدماتو شکايت لري.

دوی وايي چې په دغه روغتون کې روغتيايي مواد نشته او د عادي معايناتو او درملو لپاره هم ناروغان شخصي کلينيکونو ته راجع کېږي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس هم وايي چې له يوه کال راهيسې د بلخ حوزوي روغتون چارې ټکنۍ شوې دي چې له امله يې دغه شورا اندېښمنه ده.

د بلخ حوزوي روغتون د شمال زون په کچه تر ټولو ستر روغتيايي مرکز دی چې د بلخ په ګډون د دغه زون له ټولو ولايتونو ورته ناروغان مراجعه کوي خو له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د بلخ د عامې روغتيا ریاست پر څوکۍ د جنجال له امله د دغه روغتون له خدماتو شکايتونه زيات شوي دي.

سيد حيدر حسيني د سرپل ولايت اوسېدونکی دی چې نږدې يوه مياشت کېږي خپل يو ناروغ يې د بلخ حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه راوستلی دی.

نوموړی زياتوي چې زوی يې د بډوډو ستونزه لري او بايد چې عمليات کړل شي.

هغه وويل چې له يوې مياشتې انتظار وروسته يې ناروغ ته نوبت ور ورسېد او تېره اوونۍ يې عمليات هم ترسره شول.

حسيني زياته کړه چې د خپل ناروغ لپاره ټول درمل له روغتونه بهر په شخصي درملتونونو کې اخلي.

د هغه په خبره، د بلخ ملکي روغتون ډاکټران ډېری وخت په خپلو شخصي کلينيکونو او کتنځايونو کې مصروف وي او په ملکي روغتون کې ناروغانو ته پاملرنه نه کوي.

سيد رحمان د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې يوه اوونۍ کېږي زوی يې د بلخ په ملکي روغتون کې بستر دی.

هغه پژواک ته وويل چې په دغه روغتون کې ناروغ  ته هېڅ ډول دوايي نه ورکول کېږي او موږ مجبور يو چې له  شخصي دواخانو څخه يې په پيسو واخلو.

ده زياته کړه: ((موږ فکر کاوه چې دا دولتي روغتون دى او مريض ته به ښه پاملرنه کېږي، درمل به ورکول کېږي؛ خو دلته هېڅ نشته،  هغو ناروغانو کار ښه جوړ دی، چې واسطه او پيسې لري)).

د هغه په وينا، د اقتصادي ستونزو له امله خپل ناروغ شخصي روغتونونو ته نشي بيولی او په دولتي روغتون کې مطمين خدمات نشته.

نومړی له حکومته د يادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم په بلخ ملکي روغتون کې د ستونزو د زياتېدو شکايتونه تاييدوي.

هغه وويل چې د بلخ په حوزوي روغتون کې د خدماتو د ټکنيتوب ستر لامل د عامې روغتيا پر رياست باندې رامنځته شوی جنجال دی چې له تېر يو کال راهيسې روان دی.

حديد زياته کړه چې لا هم دغه ستونزه نه ده حل شوې چې له امله يې روغتيايي خدمات له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي تاييد کړه چې د بلخ په ملکي روغتون کې له ناروغانو سره د ناسم چلند شکايتونه ورته رسېدلي او ياده شورا هڅه کوي چې د ولس ستونزې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکې او حل کړي.

هغه له مرکزي حکومته هم وغوښتل چې د بلخ د عامې روغتيا رياست پر سر رامنځته شوي جنجال ته د پای ټکی کېږدي.

له دې سره د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض بيا په ياده شفاخانه کې له ناروغانو سره د ډاکټرانو ناسم چلند نه تاييدوي.

هغه پژواک ته وويل چې د رييس په نه شتون کې د بلخ د عامې روغتيا رياست د سرپرست له خوا اداره کېږي او ټولې چارې په عادي ډول مخ ته ځي.

د ده په وينا، د بلخ ملکي روغتون د ټول شمال په کچه لوی روغتيايي مرکز دی چې د ناروغانو مراجعه ورته زياته ده.

نوموړی ځيني وړې ستونزې مني خو په ټوله کې وايي چې ډاکټران پر خپل وخت خپلو چارو ته حاضرېږي.

فيض دا شکايتونه هم رد کړل چې ګواکې يو شمېر ډاکټران دې ناروغان له ملکي روغتونه شخصي کلينيکونو ته راجع کوي.

بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې د عامې روغتيا په رياست کې د رييس نه موجوديت د روغتيايي خدماتو په برخه کې د ستونزو را پيدا کېدو لامل شوي.

د والي وياند منير فرهاد له مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول عامې روغتيا وزارت څخه غوښتنه وکړه چې ياده ستونزه دې حل کړي او د بلخ عامې روغتيا رياست ته دې نوی رييس وټاکي.

فرهاد وويل چې ولايت مقام هڅه کوي، څو د بلخ په حوزوي روغتون کې د غوره روغتيايي خدماتو وړاندې کېدو ته زمينه برابره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا