منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۷ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې يو سړک جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د کليو پراختيا وزارت له لوري د ۱۶۷ ميليونو افغانيو په لګښت د ۱۴ کيلومتره په اوږدوالي يو کليوالي سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دا سړک د مرغومي په ۲مه د ننګرهار ولايتي چارواکو او د کليو پراختيا وزارت مسولينو له لوري پرانېستل شو.

د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې د کامې ولسوالۍ د شېرګړ سيمې څوارلس کيلومتره سړک د کليو پراختيا وزارت په يو سل او اووه شپيته ميليونه افغانيو مالي لګښت جوړ او نن د خلکو د تګ راتګ په موخه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي وويل، چې دا په کامې ولسوالۍ کې حلقوي سړک دی، چې د دې ولسوالۍ د شل قريو خلک به ترې ګټه پورته کړي.

د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت مرستيال معراج الدين شمس وويل، چې دا سړک شپږ شپيته پُلچکونه، دوولس واشونه (د سړک پر سر د تېر شوي خوړ ساحه)، درې زره يو سل او نوي متره محافظوي ديوال لري.

دی وايي، په دې پروژه کې دغه راز لسګونه کسانو ته درويشت زره کاري ورځې کاري زمينه هم برابره شوې وه.

نوموړي د کامې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د سړک په ساتنه کې حکومت سره همکاري وکړي، ترڅو ادارې د اړتيا او لېوالتيا له مخې نورې پروژې هم تطبيق کړي.

د کامې ولسوال شريف الله فضلي وويل، چې د شيرګړ سړک د کامې خلکو لپاره ډېر اړین و، چې په ګټې اخيستنې سره يې د دې سيمو د خلکو ستونزې حل شوې.

د کامې ولسوالۍ د کليوالي شورا رييس رحمن الله د شيرګړ سړک پر جوړېدو خوښي وښوده او د لنډ بوچ سړک د جوړېدو غوښتنه يې وکړه.

هغه زياته کړه، د ياد سړک په اوږدو کې له يو شمېر سيمو سيلابونه راوځي، چې سړک تخريبوي او بايد ياده برخه کې شته ستونزه حل شي.

د يو بل خبر له مخې، د کامې ولسوالۍ روغتون کې د بېړنو پېښو د درملنې لپاره يوه خونه جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند وويل، چې دغه بېړنۍ خونه د ولايت غير مشروط بوديجې څخه جوړه شوې، چې د دې ولايت پنځو ولسواليو او د کونړ ولايت يو شمېر سيمو د بېلابېلو پېښو عاجل ناروغانو لومړنۍ درملنه په کې کيږي.

د عامې روغتيا رييس ډاکتر نصير احمد دراني وويل، چې دغه بېړنۍ خونه شپږ بستره لري او د اړتيا پر مهال د نورو بسترونو زمينه هم په کې برابرېدلی شي.

نوموړی وايي، چې دغه بېړنۍ خونه به په نورو طبي وسايلو هم مجهز کړي، ترڅو د پېښو پر مهال د ناروغانو درملنې ته په سمه توګه رسيده ګي وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه