کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): د سعودي عربستان يوې محکمې د ليکوال او ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل په تور پنځه کسان پر اعدام محکوم کړل.
جمال خاشقجي چې د سعودي د حکومت يو له سختو منتقدينو و، امريکايي تابعيت يې هم درلود، تېر کال د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.
تېر کال د اکتوبر په ٢مه داسې ويډيو خپره شوې چې جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوځي، خو بيا بېرته را ونه وت. د هغه له نادرکه کېدو وروسته پر سعودي حکومت تور پورې شوى و چې جمال يې په مرموز ډول وژلى دى.
ملګرو ملتونو، امريکا او ځينو نورو هېوادونو پر سعودي د فشار ترڅنګ ګواښ کړى و، څو د هغه اړه معلومات شريک کړي.
امريکايي استخباراتو خبر ورکړى و چې دغه قتل د سعودي د وليعهد شهزاد محمد بن سلمان په امر شوى، خو هغه دغه تور رد کړى و.
له څو اوونيو ناندريو وروسته د سعودي حکومت ومنله چې جمال خاشقجي په کونسلګرۍ کې له مامورينو سره د شخړې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د سعودي عربستان د يوه ټلوېزيوني چينل العربيه د راپور له مخې، ځانګړې محکمې د خاشقجي په قضيه کې پنځه کسان پر اعدام او درې نور پر ٢٤، ٢٤ کلونو بند محکوم کړي دي.
login or register a new account.