ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس: په دايکنډي کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي

پوليس: په دايکنډي کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
27 Dec 2019 - 13:09
پوليس: په دايکنډي کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
27 Dec 2019 - 13:09

نیلي (پژواک، ۶ مرغومى ۹۸): د دايکنډي امنيه قومانداني وايي چې ددغه ولايت په کچران ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال اووه وسله وال طالبان وژل شوي او يوتن يې ټپي دى.

د دايکنډي امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه اووه وسله وال طالبان د کجران په بالادشت سيمه کې د يوې نښتې پرمهال وژل شوي دي.

سرچينه وايي چې دغه نښته تېره ورځ له غرمې وروسته يوه بجه پيل او د ماښام تر شپږو بجو يې دوام وکړ.

ددولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کجران کې له تېرو څو ورځو راهيسې عمليات جريان لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.