ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان زېږدیز کال کې سوېلي زون د ژورنالېستانو لپاره له ګواښه ډکه سیمه وه

په روان زېږدیز کال کې سوېلي زون د ژورنالېستانو لپاره له ګواښه ډکه سیمه وه

author avatar
29 Dec 2019 - 17:35
په روان زېږدیز کال کې سوېلي زون د ژورنالېستانو لپاره له ګواښه ډکه سیمه وه
author avatar
29 Dec 2019 - 17:35

کندهار (پژواک، ۸ مرغومی ۹۸): په سوېلي زون کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره/نی وايي چې په ۲۰۱۹ زېږیز کال کې سوېلي زون د هېواد په کچه د ژورنالېستانو لپاره له ګواښه ډکه سیمه وه.

په دغه کال کې د هېواد په کچه ۱۰ تنه خبریالان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه څرګندونې د ژورنالېستانو او د رسنیو د استازو په هغې غونډې کې وشوې چې د نی ادارې له خوا د ۲۰۱۹ زېږیز کال د کلني راپور وړاندې کولو په مناسبت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ژورنالېستانو تر څنګ مرستیال والي عبدالحنان منیب او نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

په سوېل کې د ازادو رسینو د ملاتړ ادارې سیمه ییز مسوول سمیع غیرتمل وویل، په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې له ژورنالېستانو او رسنیو سره د تاوتریخوالي ۱۱۵ پېښې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو پېښو کې د هېواد په کچه د لسو خبریالانو وژل کېدل او د ۲۱ نورو ټپیان کېدل شامل دي.

د وژل شوو له ډلې دوه تنه خبریالان سخي بلوڅ او حمید هوتکي د سوېل زون په زابل ولایت کې وژل شوي او د ټپيانو له ډلې سردار محمد سروري په هلمند کې د جګړې لومړۍ کرښې ته د تلو پر مهال ټپي شوی دی.

د ده په وینا، په تېرو ۱۸- ۱۹ کلونو کې په سوېلي زون کې ۱۱ تنه خبریالان وژل شوي چې ۸ یې یواځې په کندهار کې وو.

ده اندېښنه وښودله چې له بده مرغه د کلونو په تېرېدو هم د وژل شوو خبریالانو قضیو ته رسیدګي نه ده شوې او له پایلو یې نه دي خبر شوي چې ده دا یوه جدي ستونزه وګڼله.

دغه راز په همدې کال کې د ۱۱۵ ثبت شوو پېښو له ډلې ۱۰ یې خبریالانو ته د ګواښونو، ۱۰ د وهلو ډبولو او ۳ پر رسنیو د بریدونو دي.

ده وویل، د دغو ټولو پېښو ۵۶ سلنه مسوولیت دولت، ۳۶ سلنه نامعلومو کسانو، ۲۳ سلنه وسله والو طالبانو او ۳ سلنه عامو خلکو ته راجع کېږي.

خو ده یادونه وکړه چې په ټولیزه توګه د هېواد په کچه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ۴۰ سلنه راکمې شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه پېښې ۳۰۰ ته رسېدې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.