کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٨): سلګونو پارېدلو عراقي شيعه لاريون کوونکو په بغداد کې د امريکا متحدو ايالاتونو پر سفارت بريد کړى دى.
له تاوتريخوالي ډک دغه لاريون نن وروسته له هغه وشو چې تېره ورځ امريکا د سوريې پولې ته نږدې د ايران پلوه وسله والې ډلې (کتائب حزب الله) پر مرکزونو هوايي بريدونه وکړل؛ په دغو بريدونو کې ٢٥ وسله وال ووژل شول او تر٥٠ زيات ټپيان شول.
امريکا دغه هوايي بريدونه پر امريکايي پوځي اډې د يادې ډلې د هغه راکټي بريد په ځواب کې کړى چې په ترڅ کې يې يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د عراق لومړي وزير عبدالمهدي هم د امريکا ياد هوايي بريدونه غندلي دي.
عربي رسنيو خبر ورکړى چې په بغداد کې سلګونو پارېدلو لاريون کوونکو د امريکا په هوايي بريدونو کې د وژل شوو کسانو د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته د امريکا پر ضد لاريون وکړ او هغوى یې پر سفارت بريد کړى دى.
ځايي سرچينو ويلي چې د لاريون پر مهال د امريکا سفير او نور ډيپلوماتان له سفارته خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.
راپورونه وايي چې لاريون کوونکو د امريکا پر سفارت د کاڼو، بوتلونو او نورو توکو ګوزارونه کړي او يوې برخې ته يې اور ورته کړى دى.
تر اوسه په دې لاريون او بريد کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
login or register a new account.