جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د اقتصاد رييس وايي، د ۱۳۹۹ کال انکشافي بودجه کې د څه باندې درې ميليارده افغانيو په ارزښت د دغه ولايت لپاره ۱۴۵ پروژې پلان شوې چې ډېرې يې جګړو ځپلو ولسواليو ته ځانګړې شوې دي.
دی زياتوي، د دغو پروژو له ډلې يوازې ۲۸ يې بشپړې شوې، ۳۵ تر کار لاندې دي او ۱۴ لا هم نه دي پيل شوې.
د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار له پژواک اژانس سره يوې ځانګړې مرکه کې وويل، روان کال يې په دغه ولايت کې د پروژو، ادارو او موسسو نظارت کړی، له خصوصي سکټور سره يې د پراختيا په برخه کې همکاري کړې او دغه راز يې د موسسو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې فعاليتونه کړي دي.
د هغه په وينا، په تېرو څو مياشتو کې يې له اړوندو رياستونو سره په ګډه د ننګرهار لپاره د ۱۳۹۹ کال انکشافي پلان جوړ کړی چې د ۳،۰۵ ميليارده افغانيو په ارزښت يې ۱۴۵ پروژې پلان کړې دي.
دى وايي، په دې پروژو کې زياته برخه هغو ولسواليو ته ده چې په تېرو څو کلونو کې یې د جګړو له امله ډېر زيان ليدلی او کورونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نور عامه تاسيسات په کې ړنګ شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو پروژو کې ۳۵ هغه يې تر کار لاندې دي، ۱۴ بېخي نه دي پيل شوې او ۶ نورې د تدارکاتو په کمېسيون کې د تدارکاتو ستونزمنه پروسه مخې ته وړي.
ده وويل، يو شمېر علتونه چې له امله يې پروژې نه بشپړېږي، پر وخت له وزارتونو څخه ولايت ته د بودجې نه انتقال، د تدارکاتو کمېسيون اوږده پروسه او د ځينو پروژو پراختيا او په افغانستان کې د داسې شرکتونو نه شتون چې دغه پروژې ترسره کړي.
د ننګرهار د اقتصاد د رييس د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د دولتي ادارو ترڅنګ ۱۷۸ موسسې هم کار کوي چې له ډلې يې ۳۹ بهرنۍ او ځينې نړيوالې موسسې دي چې دوی هم روان کال ۷۳ پروژې پيل کړې چې ۲۵ يې بشپړې شوې او نورې تر کار لاندې دي.
غلام الله افغانيار هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د نا امنۍ له امله يو شمېر موسسو خپل فعاليتونه درولي او دغه راز يې زياته کړه چې په دې وروستيو کې په ولسواليو کې د امنيتي ساحو له پراختيا سره سم موسسو هم خپل فعالیتونه پراخ کړي او ډېرو ولسواليو ته غځولي دي.
د هغه په خبره، روان کال د تورخم دروازې د تړل کېدو او ځينو نورو لاملونو له امله د دغه ولايت د سوداګرۍ کچه يو څه ټيټه شوې خو د تېر کال په پرتله د عوايد کچه ډېره شوې ده.
نوموړي په ننګرهار کې د افغانيو د ترويج په اړه د پيل شوي کمپاين په تړاو وويل چې دا چاره به هم د ننګرهار د اقتصاد په لوړېدو کې اغېزناکه تمامه شي.
دی وايي: ((د خپل هېواد د کرنسۍ چلښت د يو هېواد اقتصاد پياوړی کوي، دا چې اوس دلته د افغانيو د راکړې ورکړې پراخ کمپاين پيل شوی، نو زه هيله من يم چې زموږ اقتصاد به هم ورسره پياوړی شي.))
د يادولو ده، په ننګرهار کې له شاوخوا شل ورځو راهيسې د افغانيو د ترويج لړۍ پيل شوې چې له يوې اوونۍ راهيسې چارواکو د کلدارو پر اخيستو بنديز هم لګولی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









