کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٨): د ايران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سليماني په عراق کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د نوموړي وژل کېدل ايراني او هم امريکايي چارواکو منلي دي.
د "ايرنا" اژانس په حواله، د ايران د سپاه پاسدان د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سليماني له يو بل کس ابو مهدي مهندس سره يوځاى وژل شوی دی.
ويل کېږي چې مهندس د همدغو ځواکونو مرستيال قوماندان و.
سرچينه زياتوي چې د سپاه پاسداران وژل شوي یاد مسوولین هغه مهال د امریکايي ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغلل چې په خپلو موټرو کې د بغداد له هوايي ډګره د وتلو په حال کې وو.
سرچينې د سپاه پاسداران په حواله د قاسم سليماني وژل کېدل تاييد کړي دي.
دغه ايرانى اژانس وايي، په همدې مناسبت ايت الله سيد علي خامنه يي په هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړى دى.
د امريکا دفاع وزارت وايي، دغه بريد يې نن سهار د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه کړى دى.
سرچينه زياتوي، په بريد کې دوه موټره په نښه شوي چې په يوه کې قاسم سليماني و او هغه يې وژلى دى.
ايراني چارواکو د دې پېښې له عاملينو د انتقام اخيستلو ګواښونه کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










