منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې تېرې نهه میاشتې ٦٤٦ ميندې د زېږون پر مهال مړې شوې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ۹۸): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې د ٢٠١٩ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ٦٤٦ مېرمنو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى چې د اندېښنې وړ ده.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي معلوماتو اداره (اېچ، اېم، اى، اېس) برخې رييس نويد شمس د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينو شمېره دوى له روغتونونو او ګرځنډه کلينیکونو ترلاسه کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٩ کال له جنورۍ بیا د سپټمبر مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې ٢٢٧ میندو په روغتونونو او ٤١٩ نورو په ګرځنده کلينيکونو کې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه وايي: ((دا يواځې هغه ارقام دي چې موږ له روغتونونو او ګرځنده کلينيکونو ترلاسه کړي خو کېداى شي ارقام تغيير وي.))

د نوموړي په وينا، دا مهال په هر سلو زرو میندو کې ٨٤ یې او په هرو زرو ماشومانو کې ١٩ يې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ده زياته کړه چې په هېواد کې د نا امنۍ له امله په ټولو سيمو کې روغتيايي مرکزونه نه لري، نو نه شي کولاى چې مور او ماشوم د مړينې کره ارقام وړاندې کړي.

هغه وويل: ((ډېر روغتونونه او صحي مرکزونه د دې لپاره چې ملامت نه شي، د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړينې ارقام له موږ سره نه شريکوي.))

دغه راز شمس وويل چې د ٢٠١٩ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ٨١٩٢٨٣ سالمې زېږدنې ترسره شوې دي.

بل لور ته د عامې روغتيا وزارت د اميدوارۍ برخې مشرې زليخا انوري پژواک ته وويل چې په ٢٠١٩ کال کې د مور او ماشوم د مړينې په اړه یې تر اوسه سروې نه ده کړې.

هغې وويل چې د ٢٠١٨ کال د سروې له مخې، په هر سلو زرو کې ٥٨٠ مېرمنې او په هرو زرو کې ٥٥ ماشومان د زېږون پر مهال مړه کېږي.

دې زياته کړه: ((پخوا په هر سلو زرو کې ١٦ سوه ميندو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه خو اوس دغه کچه ٥٨٠ ته را ټېټه شوې او امکان يې شته دى چې دغه شمېره نوره هم راټيټه شي.))

د نوموړې په وينا، دا مهال ٦٠ سلنه مېرمنې د زېږون پر مهال روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري او پاتې نورې يې نه لري.

د انوري د معلوماتو له مخې، د عامه پوهاوي کموالى، کلتوري ستونزې، د روغتيايي مرکزونو لريوالى، نا امنۍ، د روغتيايي خدمتونو ټيټ کيفيت او ځينې نورې ستونزې هغه څه دي چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه يې لوړه کړې ده.

هغې وويل چې د دوى د سروې له مخې، په نورستان، اروزګان، دايکندي، غور، بادغيس او ځينو نورو ولايتونو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه ده.

دې زياته کړه: ((د عامې روغتيا وزارت د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه، په تصويري او ليکنې بڼه د اميدوارۍ د کتاب چاپول، د کلسيم تابليت چمتو کول، د روغتيايي کارکوونکو ډېرول او ځينې نور اقدامات ترسره کړي دي.))

د هغې په وينا، ياد کتاب تر اوسه په کابل، ننګرهار او باميان ولايتونو کې وېشل شوى او په ٢٠٢١ کال کې به په ټولو ولايتونو کې ووېشل شي.

همدارنګه په کابل کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ډاکټر تمکين ايوبي امان پژواک ته وويل، د زړه، پښتورګو، د وينې فشار لوړوالى يا ټيټوالى، عصبي ستونزې، د وينې کموالى، روغتون ته پر وخت نه رسېدل، کورني تاوتريخوالي او ځينې نورې ستونزې د دې لامل کېږي چې ميندې د اميدوارۍ او زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي.

هغې زياته کړه: ((ټولې مېرمنې بايد تر اميدوارۍ مخکې خپلې ټولې معاينې ترسره کړي؛ ځکه د زېږون پر مهال لومړۍ ستونزه د وينې کموالى دى چې د مور او ماشوم د مړينې لامل کېږي.))

د دې په وينا، که چېرې يوه اميدواره مېرمن څومره هم ښه روغتيايي وضعيت ولري، نو د اميدوارۍ په جريان کې بايد تر څلور ځلې ډېر ډاکټر ته مراجعه وکړي.

دغې ډاکټرې اندېښنه وښوده چې ډېرى کورنۍ د اميدوارۍ او ان د زېږون پر مهال خپلې مېرمنې ډاکټر ته نه بيايي چې له امله يې د مور او ماشوم مړينه رامنځته کېږي.

دغه راز د خوست ولايت مدني فعالې ناديه باوري پژواک ته وويل چې اوسمهال په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټېټه شوې ده.

خو زياتوي، د خوست ترڅنګ په ډېرو ولايتونو کې کلتوري ستونزې د دې لامل شوي چې ښځو ته اجازه نه ورکول کيږي د اميدوارۍ او زېږون پرمهال روغتون ته مراجعه وکړي.

هغې وويل: ((دا يو لوى مشکل دى چې بايد حل شي.))

بل لور ته دينی عالم مولانا عبدالصبور عباسي پژواک ته وويل چې ښځې کولاى شي د ناروغۍ پر مهال روغتون ته مراجعه وکړي؛ ځکه د اسلام له نظره کومه ستونزه نه لري.

دې د کورنيو له مشرانو غوښتنه وکړه چې خپلو ښځو ته اجازه ورکړي څو د اميدوارۍ او زېږون پر مهال روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د يادونې ده، اوس هم د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سيمو کې د زېږون پر مهال دايه ښځو ته مراجعه کوي چې د اړينو وسايلو د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو او ان مرګ سره مخ کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا