Language

بهرنیو چارو وزارت: د هېواد د ډېپلوماسۍ دستګاه کې ۱۰۰ بستونه کمېږي

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۸): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د اصلاحي بستې په اساس په څلورو ریاستونو او دوو معینیتونو کې ۱۰۰ بستونه مدغمېږي چې له امله به یې هر کال شاوخوا یو میلیارد افغانۍ سپما وشي.

د دې وزارت سرپرست ادریس زمان نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د یاد وزارت اصلاحي بسته په څلورو محورونو تمرکز لري.

هغه زیاته کړه، په دې بسته کې د بهرنيو سياست د ستګاه بدلول، د استخدام، ارتقا، مکافات او مجازاتو د لارې چارې بدلول، د معلوماتي ټکنالوجۍ کاري او زېربناووي پروسې بدلول او د معياري قوسنلي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د اسانتياوو برابرول شامل دي.

هغه وویل، د دې بستې له مخې د بهرني تشکیل له سلو ډېر بستونه کمېږي او د داخلي جوړښت ۷۸ بستونه تقاعد کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې تنقيص په ټولو څانګو کې ترسره کېږي او په اساس یې په ٤٤ نمايندګيو کې د ډيپلوماتو شمېر له پنځو کم وي، په ١٣ نمايندګيو کې د ډيپلوماتو شمېر تر شپږو پورې او په ١٣ نمايندګيو کې د ډيپلوماتو شمېر له شپږو تنو زيات وي.

د ده په وينا، د دې تنقيصاتو له امله به د کال د کابو يو ميليارد افغانيو سپما وشي.

د ده په خبره، یاد موارد باید تر راتلونکو دوو کلونو پورې عملي شي.

نوموړي د کارکوونکو د جذب طریقې ته په اشاره وویل، له دې وروسته به کسان بهرنیو چارو وزارت ته د سیالۍ او وړتیا له مخې جذبېږي او په دې برخه کې د «سیاستوالو، بهرنیو چارو د وزیر او د یاد وزارت د مرستیالانو» رول صفر ته رسېدلی دی.

نوموړي به بهرنیو چارو وزارت کې د جذب شرط لږ تر لږه یوه بهرنۍ ژبه وبلله او ویې ویل، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون او د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون هم له یاد بهیر څخه څارنه کوي.

زمان د معلوماتي ټکنالوجۍ په کاري او زېربنايي بهیر کې تغییر ته په اشاره وویل، اوسنی ورقي سیستم او د ارشیف سیستم له لارې د اېمیل په وسیله اړیکې نور د تازه زمانې اړتیاوو ته ځواب ورکوونکې نه دي او د دغه سیستم په عملي کېدو به د کار اغېزمنتوب ډېر شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څلورمه برخه کې چې د معیاري قونسلۍ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اسانتیا په کې شامله ده، مهمه وبلله او ویې ویل، د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د زېربناوو د پروګرامونو تطبیق به دغه بنسټ د افغانستان خلکو ته په کور دننه او بهر د معیاري قونسلۍ  او حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې په ځواب ورکوونکي بنسټ بدلوي.

login or register a new account.